سیمه ییز خبرونه

د چین ولسمشر شي جین پینګ به د پیوستون په لویه ننداره کې د پوتین او مودي هرکلی وکړي

د رویټرز د څرګندونو له مخې، د غونډې مهمه خبره دا ده، چې د لویدیځ تر بندیزونو لاندې د روسیې شتون به د لویدیځ پر وړاندې له مسکو سره د یوې بلې ډیپلوماټیکې کودتا په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

Published

on

د چین ولسمشر شي جین پینګ به راتلونکې اوونۍ په چین کې د شانګهای همکاریو ټولنې پرمهال د نړۍ له ۲۰ ډېر مشران راټول کړي، چې دا به د ډونالډ ټرمپ د پېر د نړۍ د سویل د پیوستون یوه پیاوړی ننداره وي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې، د غونډې مهمه خبره دا ده، چې د لویدیځ تر بندیزونو لاندې د روسیې شتون به د لویدیځ پر وړاندې له مسکو سره د یوې بلې ډیپلوماټیکې کودتا په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

د روسیې پر ولسمشر ولادمیر پوتین سربېره د مرکزي آسیا، منځني ختیځ، سویلي آسیا او سویل ختیځې آسیا مشران د شانګهای همکاریو ټولنې(SCO) سرمشریزې ته بلل شوي دي، چې ټاکل شوې د وږي له نهمې څخه تر لسمې / د اګست له ۳۱ څخه د سپټمبر تر لومړۍ ترسره شي.

له بلې خوا چین ته په سرمشریزه کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي ګډون به له اووه کلن ځنډ وروسته وي؛ ځکه، چې دواړه ګاونډیان په ۲۰۲۰ کال کې له مرګوني سرحدي نښتو وروسته د تاوتریخوالي د کمولو هڅه کوي.

مودي وروستی ځل د روسیې په کازان کې د بریکس د سرمشریزې پرمهال له شي او پوتین سره ګډون وکړ. ان کله، چې لویدیځ مشرانو د اوکراین د جګړې په بهیر کې د روسیې له مشر څخه شا واړوله.

په نوي ډیلي کې د روسیې د سفارت چارواکو تېره اوونۍ ویلي؛ مسکو هیله من دی، چې ژر تر ژره له چین او هند سره درې اړخیزې خبرې وکړي.

د چین- نړیوال سویل پروژې عمومي منشي ایریک اولانډر ویلي: “شي غواړي له دې سرمشریزې څخه د یو فرصت په توګه کار واخلي، چې وښيي؛ له امریکا وروسته نړیوال نظم به څه ډول ښکاري او د چین، ایران، روسیې او اوس له هند سره د مقابلې لپاره له جنورۍ راپدېخوا د سپینې ماڼۍ ټولې هڅې مطلوبې اغیزې نلري.” یوازې وګورئ، چې بریکس ډونالډ ټرمپ څومره اندېښمن کړی دی؛ دا هغه څه دي، چې دا ډلې یې د کولو لپاره ډیزاین شوې دي.”

د چین بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي تېره اوونۍ ویلي وه، چې د سږ کال سرمشریزه به د شانګهای همکاریو ټولنې له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا تر ټولو لویه وي او دا بلاک یې “د نړیوالو اړیکو په جوړولو کې یو نوي مهم ځواک” وباله.

پر امنیت متمرکز بلاک، چې د شپږ یوریشیایي هېوادونو د یوې ډلې په توګه یې کار پیل کړ؛ په وروستیو کلونو کې یې شمېر ۱۰ دایمي غړو او ۱۶ ناظرو او څارونکو هېوادونو ته پراخ شوی دی. د کار ساحه یې د امنیت او ترهګرۍ ضد مبارزې څخه تر اقتصادي او پوځي همکارۍ پورې هم پراخه شوې ده.

شنونکي وايي، چې پراختیا د ډېرو حاضرو هېوادونو په اجنډا کې ده؛ ځکه، چې چین د بې ثباته سیاست جوړونې او جیوپولیټیک بې ثباتۍ په وخت کې د امریکا پر وړاندې د نړۍ د سویل پیوستون ته ارزښت ورکوي.

Trending

Exit mobile version