سوداگري
د چین-پاکستان له اقتصادي دهلیز سره نښلېدا به د اقتصاد له پیاوړتیا سره مرسته وکړي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل ويلي؛ د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز (CPEC) له نښلېدا سره به افغانستان وکولی شي د سیمې او اروپا له هېوادونو سره وصل شي او په دې توګه پانګونه راجذب کړي.
حافظ ضیا احمد تکل زیاته کړې، چې په هېواد کې د امنیت له خوندي کېدو سره اوس اړتیا ده، چې له سيپیک سره د نښلېدا په ګډون نورې سترې او نړیوالې پروژې هم پلې شي.
حافظ ضیا احمد تکل وايي: افغانستان به د سیمې د هېوادونو په نښلولو کې بنسټیز رول ولوبوي.
د افغانستان جغرافياوي موقعيت ته پر پاملرنه دا يو ډېر مهم ټکی دی، په تېره بيا د آسيايي هېوادونو لپاره، چې د سيمې د نښلولو او ترانزيت په برخه کې ترې کار اخيستل کېږي.
هغه وايي، چې اسلامي امارت غواړي په افغانستان کې د هېوادونو ترمنځ اقتصادي رقابت رامنځته کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د پانګونې لپاره داسې زمینه برابره کړې، چې نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې پانګونه وکړي او خپلې پروژې پلي کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په اسلامآباد کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د درې اړخیزې ناستې په وروستۍ اعلامیه کې، چې تېره اوونۍ ( د غویی ۱۸) خپره شوه، راغلي، چې په دې غونډه کې د چین-پاکستان په اقتصادي دهلېز( سيپیک ) کې د افغانستان د شاملېدو خبره شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر دوام او د تاپي، کاسا ۱۰۰۰ او د اوسپنې پټلۍ د پروژو پر پلي کېدا هم ټینګار وشو.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري او د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګنګ په دې کتنه کې څرګنده کړې، چې د چین – پاکستان په اقتصادي دهلېز کې د افغانستان د شاملېدو هدف له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو دوام دی.
هغه مهال هم اسلامي امارت ویلي وه، چې په دې پروژه کې ګډون ته چمتو دی.
د افغانستان اسلامي امارت ویلي چې په دې پروژه کې شاملیدل د افغانستان لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ده؛ ځکه له یوې خوا به د هېواد اړتیاوې د توکو پر واردولو پوره کېږي او له بلې خوا به کورنیو توکو ته بازار موندنه کېږي.
د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز د «یو کمربند او یوې لارې» پر نوم د چین د نوښت یوه برخه ده او چین غواړي له دې لارې له آسیايي هېوادونه سره ونښلیږي