سیمه ییز خبرونه

د چین په شمال کې د چاودنې له کبله اته کسان ووژل شول

چاودنه شنبه سهار وختي د شانشي ولایت په شوویانګ سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړ، چې د هېواد په شمال کې د بیوټکنالوژۍ په یوه کوچنۍ شرکت کې د چاودنې له کبله اته کسان ووژل شول.

چاودنه شنبه سهار وختي د شانشي ولایت په شوویانګ سیمه کې رامنځته شوې ده.

د شینهوا خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د جیاپینګ بیوټکنالوژۍ شرکت قانوني استازی نیول شوی او د پېښې په اړه د څېړنې ډله ټاکل شوې ده.

د شینهوا د څرګندونو له مخې؛ شرکت په یوه غرنۍ سیمه کې پروت دی او د پطښې له سیمې څخه تیاره ژیړ لوګی پورته کېده.

د چاودنې علت تر دې دمه روښانه شوی ندی.

جیاپینګ بیوټکنالوژۍ شرکت، چې د ۲۰۲۵ کال په جون کې جوړ شوی؛ د څارویو د خوړو، د ډبرو سکرو محصولاتو او ساختماني موادو په اړه څېړنې ترسره کوي.

Trending

Exit mobile version