نړۍ
د چین په چانګشا کې د ودانۍ له نړېدو ۵۳ کسان مړه شوي
د چین دولتي ټلویزیون سي سي تي وي د جمعې پر ورځ د ژغورنې له څو ورځنیو هڅو وروسته راپور ورکړ، چې تېره اوونۍ د چین په چانګشا ښار کې د یوې ودانۍ د نړېدو له کبله ۵۳ کسان مړه شوي دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې ژغورونکیو په هونان ولایت کې له پخپلسر د یوې جوړې شوې اته پوړیزې ودانۍ له نړېدو وروسته، چې د اپریل پر ۲۹ نړېدلې وه؛ ۱۰ کسان ژوندي راایستلي دي.
د راپور له مخې، پېښه د سیمه ییزو چارواکو تر څېړنې لاندې ده او په اړه یې یو شمېر کسان هم نیول شوي دي.
