تازه خبرونه
د ډلهییز امنیت تړون ټولنه به د کال تر پایه تاجکستان ته وسلې او تجهیزات ولېږي
د روسیې تاس خبري آژانس د راپور له مخې؛ ماسادیکوف ویلي، چې د قزاقستان، قرغزستان، روسیې او بېلاروس لومړنۍ جوپې به د روان کال د مني تر پایه تاجکستان ته ولېږدول شي.
د ډلهییز امنیت تړون ټولنې سرمنشي تالاتبیک ماسادیکوف ویلي، چې روسیه او د دې ټولنې نور غړي به د روان میلادي کال تر پایه د افغانستان له پولې سره د تاجکستان د امنیت پیاوړتیا لپاره دغه هېواد ته د وسلو او تجهیزاتو د لېږلو بهیر پیل کړي.
د روسیې تاس خبري آژانس د راپور له مخې؛ ماسادیکوف ویلي، چې د قزاقستان، قرغزستان، روسیې او بېلاروس لومړنۍ جوپې به د روان کال د مني تر پایه تاجکستان ته ولېږدول شي.
هغه زیاته کړې، چې دا پروګرام د تجهیزاتو ترڅنګ وسلې هم رانغاړي او موخه یې د افغانستان له پولې سره په اوږدو کې د تاجکستان د امنیتي وړتیاوو پیاوړتیا ده.
د ډلهییز امنیت تړون ټولنې سرمنشي ټینګار کړی، چې د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا پروګرام افغانستان ته ګواښ نهدی.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له دې مخکې ویلي وه، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد او ګاونډ هېوادونو پر وړاندې ونهکارول شي.