ساینس او ټیکنالوژي
د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته ټیکټاک بېرته په امریکا کې د لاسرسي وړ شو
ټیکټاک خپلو کاروونکو ته په یوه پیغام کې ویلي: “د ټرمپ له هڅو څخه مننه، ټیکټاک په امریکا کې بېرته فعالیږي.”
له هغې وروسته، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو وروسته به ټیکټاک اپلیکیشن ته لاسرسی بېرته خوندي کوي؛ نو ټیکټاک د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې په امریکا کې خپل خدمات بېرته د لاسرسي وړ ګرځوي.
ټیکټاک خپلو کاروونکو ته په یوه پیغام کې ویلي: “د ټرمپ له هڅو څخه مننه، ټیکټاک په امریکا کې بېرته فعالیږي.”
ټیک ټاک هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ امریکایي کاروونکي توانېدلي، چې د چینایي شرکت اوبپاڼې ته لاسرسی ومومي.
د شنبې پر شپه د امریکايي کاروونکو لپاره ټیکټاک ته لاسرسی وځنډول شو.
امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی و، چې د چینایي شرکت بایټډنس تر ملکیت لاندې د چین حکومت د امریکایانو له معلوماتو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې احتمال شته.
د ټرمپ لخوا د ټیکټاک بیارغونه د هغه د لومړۍ دورې پر پرتله د هغه په دریځ کې یو بدلون ګڼل کیږي. په ۲۰۲۰ کال کې هغه د چین حکومت لخوا د امریکایانو شخصي معلوماتو ته د لاسرسي په اړه د اندېښنو له کبله د اپلیکیشن د بندولو هڅه وکړه.
په دې وروستیو کې، ټرمپ ویلي، چې “ټیکټاک مې په زړه کې ځانګړی ځای لري” ځکه، چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې یې د ځوانو رای ورکوونکو د جذبولو لپاره ترې ګټه پورته کړه.
د هغه قانون له مخې، چې تېر کال تصویب او د جمعې پر ورځ د امریکا سترې محکمې لخوا تائید شو؛ نو تر یکشنبې پورې ټیکټاک وخت درلود، چې د چینایي شرکت بایټډنس سره اړیکې پرې کړي او په امریکایي پېرودونکو وپلورل شي.
امریکایی قانون جوړونکي اندېښمن دي، چې د چین حکومت کولی شي ټیکټاک اړ کړي، چې د چینایي قانون پراساس د امریکایي وګړو په اړه معلومات وروسپاري.