تازه خبرونه

د ډیورنډ کرښې په اړوند سیمو کې روانو شخړو د خوړو ناورین ته لمن وهلې   

آیلایف ویلي، چې د فبرورۍ له شپږویشتمې راپدېخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې شخړه زیاته شوې، چې په ختیځو، سویل ختیځو او سویلي سیمو کې یې شاوخوا ۲۰زره کورنۍ بې ځایه کړي دي. نښتو، هوايي او ځمکنیو بریدونو د ننګرهار، نورستان، کونړ، لغمان، پکتیکا، پکتیا، خوست، کندهار او هلمند ولایتونو له ۳۰ څخه زیاتې ولسوالۍ اغېزمنې کړې دي.

Published

on

د سې‌شنبې پر ورځ (د کب دولسمه) په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) استازي او مدیر جان آیلاف له ژنیو څخه په زوم کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان د ډیورنډ کرښې په ختیځو، سویلي او لویدیځو اړوند سیمو کې د ناامنۍ زیاتوالی پر زیان منونکو کورنیو فشار راوړي.

آیلایف ویلي، چې د فبرورۍ له شپږویشتمې راپدېخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې شخړه زیاته شوې، چې په ختیځو، سویل ختیځو او سویلي سیمو کې یې شاوخوا ۲۰زره کورنۍ بې ځایه کړي دي. نښتو، هوايي او ځمکنیو بریدونو د ننګرهار، نورستان، کونړ، لغمان، پکتیکا، پکتیا، خوست، کندهار او هلمند ولایتونو له ۳۰ څخه زیاتې ولسوالۍ اغېزمنې کړې دي.

د تاوتریخوالي زیاتوالي د WFP بېړني حالت، ټولنیز خوندیتوب، د ښوونځي د خوړو او معیشت د مرستې پروګرامونه لنډمهالي ځنډولي، چې شاوخوا ۱۶۰زره خلک یې د خوړو مرستې ته له لاسرسي څخه بې برخې کړي دي.

آیلاف د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۲۵ کال د اګست د یودېرشمې زلزلې ته پر نغوته(اشاره ) ویلي: «د کونړ او ننګرهار ولایتونو خلک، چې د ۲۰۲۵ کال د اګست یادې زلزلې ځپلي؛ اوس له د ډیورنډ کرښې له نښتو سره مخ دي، چې د دوی خراب وضعیت یې نور هم خراب کړی دی.

په لویدیځو ولایتونو کې د ایران تاوتریخوالی د کډوالو د راستنېدا په شمېر کې د زیاتېدا لامل شوی دی.

آیلاف زیاته کړې، چې د دې خلکو راستنېدل د فقر، بې کارۍ او لوږې سره یوځای، پر کم تمویل شوي بشري سیسټم نور فشار هم راوړ دی.

هغه خبرداری ورکړی، چې له اوسني وضعیت او محدودو سرچینو سره د خوړو نړیوال پروګرام به ونشي کولی، چې بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو ته کافي مرسته چمتو کړي. د راتلونکو شپږ میاشتو لپاره د دې بنسټ مالي اړتیاوې ۳۱۳ میلیون ډالر اعلان شوي دي.

آیلاف له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پخپلو ژمنو ودریږي او افغانستان په دې بده ورځ کې یوازې خوشې نګړي.

Trending

Exit mobile version