تازه خبرونه

د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت کړنې د امریکا ستره اندېښنه ده – ویډانټ پاټل

Published

on

په افغانستان کې د حجاب د نه مراعتولو پر تور د نجونو او ښځو د نیول کېدو له اندېښنو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال تېره ورځ ( دوشنبه د سلواغې دوه‌یمه ) په یوه خبري ناسته کې ويلي، د ښځو پر وړاندې د افغانستان د واکمنو چارواکو کړنې د امریکا لپاره لویه اندېښنه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویډانټ پاټل ويلي؛ د افغانستان واکمن په داسې حال کې د رسمیت پېژندلوغوښتنه کوي، چې امریکا ته د نه منلو وړ کړنې پلې کوي.

ویډانټ پاټل وایي: څرنګه، چې دا مسله له افغانستان او طالبانو سره تړاو لري؛ نو له ښځو او نجونو سره د هغوی چلند د بشري حقونو او د ښځو حقونو د بنسټیزو اصولو خلاف عمل دی او دا کار زمونږ لپاره د ډېرې اندېښنې وړ دی. مونږ طالبانو ته یادونه کوو، چې د هغوی کړنې مونږ ته د منلو وړ نه‌دي. په داسي حال کې، چې دوی د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویډانټ پاټل وايي: امریکا د بشري مرستو د رسولو لپاره تدابیر او ستراتیژۍ په پام کې نیولي، چې اړوند مرستې د طالبانو لاس ته ورنه‌شي. د امریکا حکومت په افغانستان کې له خپلو باوري بنسټونو سره په نږدې تماس کې دی او ډاډه دی، چې د امریکا د مالیې ورکوونکیو پیسې به د طالبانو لاسونو ته نه‌ورخي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند هم په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعيت اندېښنه ښودلې او وایي؛ واکمن چارواکي د ښځو د کار، مطالعې او د تګ راتګ پر ازادۍ د محدوديتونو لګولو او اعلانولو ته دوام ورکوي او سزا ویني .

 د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک وایي: په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه نوي راپورونه هغومره ښه نه‌دي لکه څنګه، چې تاسې فکر کوئ. په کابل کې زمونږ همکاران وايي، چې واکمن چارواکي د ښځو د کار، زده‌کړې او د تګ راتګ پر ازادۍ محدودیتونو لګولو او اعلانولو ته دوام ورکوي. امر بالمعروف او نهي عن المنکرد ښځو د کار کولو او خدماتو ته د لاسرسي مخه نیسي؛ ځکه، چې دوی یا مجرد  او یا هم بې محرمه دي. دوی په عامه ځایونو کې د فزیکي مجازاتو سره مخ کیږي او معمولا په ټولنیزو رسنیو کې د دوی مجازات او جرمونه اعلانوي.

اسلامي امارت امریکا په افغانستان کې د ښځو د حقونو په نوم په ناوړه استفادې تورنوي او وايي، چې امریکا له دې موضوع د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوناما پرون په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د دشت برچي له هزاره ګانو او یو شمېر نورې یې په خیرخانه کې نیولي، چې اکثره اوسېدونکي یې تاجکان دي.

اسلامي امارت د دغو نجونو نیول د حجاب د نه مراعاتولو له کبله له شریعت سره په ټکر کې ګڼي او په دې راپور کې یې یوناما د اسلامي احکامو د بشر ضد او د یوه ملت د عقایدو په سپکاوي تورنه کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما لخوا خپور شوی راپور تر ډېره بریده پر ناسم پوهاوي ولاړ بولي او په دې اړه وایي: په دې راپور کې ډېر تمرکز د اسلامي شرعیت د تطبیق پر مواردو شوی، چې له شرعي احکامو څخه د یوناما پر ناخبرۍ دلالت کوي او ان په ځينو مواردو کې پر اسلامي احکامو د نیوکو بڼه لري.

د ذبیح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د خپل ولس پر ملاتړ د اسلامي شریعت د احکامو د تطبیق لپاره خورا سترې قربانۍ ورکړی. اوس يې، چې حاکمیت په لاس کی دی باید د اسلامي شریعت ټول موارد که هغه له نرینه‌وو سره تړاو لري او که له ښځينه‌وو سره؛ ټول بشپړ پلي کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ښځو حجاب، له ښځو سره د شرعي محرم اړتیا، د ښځو د کار او تعلیم لپاره شرعي چاپیریال، همدا ډول د محاکمو لخوا په شرعي بڼه د شرعي سزاګانو تطبیق، په ټولنه کې د فکري او عقیدوي انحراف مخنیوی، دا ټول د یوه متعهد اسلامي حکومت شرعي وجیبه او دنده ده.

هغه ویلي: دا، چې یوناما پر یادو مواردو نیوکه کوي او یا ښکاره اسلامي احکام د بشرحقوقو خلاف عمل بولي؛ دا پخپله د یوه ولس باورونو او معتقداتو ته سپکاوی دی.

اسلامي امارت یوناما ته توصیه کوي، چې په ناخبرۍ سره د افغانستان د خلکو پر دیني او ارزښتیزو موضوعاتو بې ځایه نیوکی ونه کړي.

ویل کیږي؛ کوم کارونه، چې د اسلامي امارت امربالمعروف وزارت، محاکم او یا نور اصلاحي نهادونه یې ترسره کوي هغه له ژور تحقیق وروسته د اسلامي امارت د مشرتابه پر حکم ترسره کیږي، چې هم شرعي او هم قانوني بڼه لري. دا نه کومه خپلسري ده او نه هم د چا پر حق تېری، بلکې برعکس د یادو احکامو نه تطبیق ظلم او تجاوز ته لاره اواروي او د اسلامي احکامو ترک کول د ټولنې د فساد، بغاتونو او جنګونو د راپاریدو سبب ګرځي.

Trending

Exit mobile version