Connect with us

لوبی

د کابل او لوګر د پېښو له ټپيانو سره د مرستې لپاره دوه مډاله بولۍ ته وړاندې شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: غویی ۲۲, ۱۴۰۰)

د هېواد د آزادو سیالیو تکړه او مخکښ لوبغاړي حسین بخش صفري د کابل د سید الشهدا د ښوونځي او لوګر د خونړیو پېښو له قربانیانو سره د مرستې لپاره خپل دوه مډالونه بولۍ ته وړاندې کړل.

حسین بخش صفري له ملي سوداګرو غوښتي، چې دا دوه مډالونه ترې وپېري.

نوموړي په دې اړه ویلي: زه له ملي او بین المللي سوداګرو هیله منیم، چې راشي او دا مډالونه وپېري او زه وکولی شم د صفري بنسټ له لارې له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړم، چې خپلو درسونو ته بېرته ستانه شي.

هغه ویلي، چې اوس په کور کې د دغو مډالونو ځوړندولو وخت ندی.

د جوجیتسو او آزادو هڅو اتل، چې څو ځله یې نړیوال، آسیایي او سیمه ییز مډالونه ګټلي او د خپل هېوادنی درې رنګه رپی پر رپولو یې د میلیونونو افغانانو زړونه خوښ کړي؛ اوس یې پرېکړه کړې، چې نور وهڅوي او له ټپيانو سره مرستې وکړي.

لوبی

اجی جدیجا د نړیوال جام لپاره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي په توګه وټاکل شو

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۰, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکت بورد څرګنده کړې، چې د هند د کرکت ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او توپ‌وهونکی اجي جدیجا د ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره د افغان ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

جدیجا له ۱۹۹۲ څخه تر ۲۰۰۰ ز. کال پورې د هند د کرکت ملي لوبډلې د غړي په توګه لوبېدلی او په دې پېر کې یې ښې کړنې او ډېرې لاسته راوړنې لري.

نوموړي د هند لپاره په ۱۵ تست لوبو کې ۵۷۵ منډې او په ۱۹۶ یو ورځنیو لوبو کې ۵۳۵۹ منډې جوړې کړې دي. نوموړي په دې سیالیو کې ۶ « سل منډې» او ۳۴ « پنځوسیزې» جوړې کړې دي.

جدیجا په ۱۳ نړیوالو سیالیو کې د هند د کرکت ملي لوبډلې لوبډلمشر پاتې شوی او اته لوبې یې ګټلي او پېنځه یې بایللي دي.

د يادونې ده، چې د روان کال په نړيوال جام کې به د افغانستان لومړۍ لوبه به د راتلونکې شنبې پر ورځ ( د اکتوبر ٧ ) له بنګله دېش سره وي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان الف کرکت ملي لوبډله د عمان پر وړاندې د لوبې لپاره مسقط ته ځي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۰, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکت بورد څرګنده کړې، چې د هېواد افغان ابدالیان یا الف لوبډله به د عمان پر وړاندې د روان اکتوبر په میاشت کې د دوه یو ورځنیو او پېنځه شل اوریزو لوبو د ترسره کولو لپاره د دغه هېواد پلازمېنې مسقط ته سفر وکړي.

دا تورنمنت او سیالۍ به د تلې له ۱۷ څخه د لړم تر لومړۍ  / د اکتوبر له ۹ څخه تر ۲۳ پورې ترسره شي.

د افغانستان کرکت بورد د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو د کرکت بوردونو د مشرتابه د پرېکړې له مخې به یادې لوبې د عمان هېواد پر کوربه‌توب د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا، د کرکت د ودې او په راتلونکې کې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره ترسره شي.

د مهالوېش له مخې به دوه یو ورځنۍ سیالۍ د تلې له ۲۰ څخه تر ۲۳ / د اکتوبر پر ۱۲ او ۱۵ او پېنځه شل اوریزې سیالۍ به د اکتوبر پر ۱۷، ۱۸، ۲۰، ۲۱ او ۲۳ ترسره شي.

د افغانستان د کرکټ بورد اجرائیوي رییس نصیب خان ویلي؛ دا د افغانستان لپاره د ویاړ ځای دی، چې د کرکت په پراختیا او له نورو هېوادونو سره د نږدې اړیکو او د کرکت د ودې په برخه کې یې رغنده رول لوبولی دی. مونږ د کرکت د نورې پراختیا او پرمختیا ته ژمن یوو او هیله لرو، چې زمونږ لوبغاړي د عمان له لوبډلې سره غوره خاطرې شریکې او غوره کرکټ وکړي.

هغه همدا راز زیاته کړې: عمان د افغانستان لپاره یو له دوستو هېوادونو څخه دی او په یاد هېواد کې کرکت د افغانستان د کرکت په څېر په چټکۍ سره وده کوي. زه هیله من یم، چې دا سیالۍ به له عمان سره زمونږ د ښو اړیکو پر لوري یو بل مثبت ګام وي.

دا لومړی ځل دی، چې عمان د افغانستان د الف لوبډلې کوربه‌توب کوي.

 

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او سویلي افریقا تمریناتي لوبه د سخت باران له کبله ونه‌شوه

Published

on

(Last Updated On: تله ۸, ۱۴۰۲)

د کرکت نړیوال جام په تمریناتي پړاو کې د جمعې پر ورځ د افغانستان او جنوبي افریقا لوبه د باران له کبه ترسره نه‌شوه.

د اسوشیتید پریس د څرګندونو له مخې، دواړه لوبډلې مخکې له دې، چې لوب‌څاري مازیګر مهال ۳:۴۵ د پرله پسې باران او لوند لوبغالي له کبله د لوبې نه‌کول اعلان کړي؛ د دواړو لوبډلو لوبغاړي په هوټل کې ول.

سویلي افریقا د دوشنبې پر ورځ له نیوزیلند سره بله روزنیزه لوبه کوي او افغانستان به د سې شنبې پر ورځ له سریلانکا سره لوبه کوي.

کرکت نړیوال جام به د پنجشنبې پر ورځ د هند په احمد آباد ښار کې د نیوزیلند او انګلستان تر منځ په لومړۍ لوبه پیل شي.

په یوه بله روزنیزه لوبه کې، چې په ګوواهاتي کې ترسره شوه؛ سریلانکا خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او په ۴۹.۱ اورونو کې یې ټولټال ۲۶۳ منډې جوړې کړې. پاتوم نیسانکا ۶۸ او دانانجایا د سلوا ۵۵ منډې وکړې. د بنګله دېش له لوري مهدي حسن درې لوبغاړي وسوځول.

په حیدراباد کې پاکستان نیوزیلند ته د پېنځه لوبغاړو پر سوځیدو ۳۴۵ منډې هدف وټاکه. محمد رضوان ۱۰۳ او بابر اعظم ۸۰ منډې جوړې کړې.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!