تازه خبرونه
د کابل خصوصي پوهنتونونو استادانو ته درې ورځنی علمي او دیني سیمنار پیل شو
د لوړو زدهکړو وزیر ویلي؛ په هېواد کې عصري او دیني زدهکړه هېوادنۍ اړتیا ده او د پوهنتونونو استادان باید پر اسلامي روحیه د ځوان نسل د روزلو مسوولیت تر سره کړي.
په دې سیمنار کې، چې د شنبې پر ورځ( د کب ۶ ) په کابل کې پیل شوی؛ د لوړو زدهکړو وزیر ويلي؛ په اسلامي امارت کې دیکتاتوري او خپلسري ځای نهلري او ټول د امر پر منلو باورمند دي.
د لوړو زدهکړو وزیر ندامحمد ندیم وایي: زمونږ په نظام کې استبداد او خپلسري نشته او داسې هم نده، چې هر څه مو پر تاسو ومنل شي؛ هر مسلمان کولی شي له خپل حقه دفاع وکړي.
دی له هغو استادانو څخه، چې له هېواده بهر ته تللي غواړي، چې افغانستان ته را ستانه شي او خپل هېواد ته خدمت وکړي.
دغه راز د خصوصي پوهنتونونو اتحاديې څرګنده کړې، چې د نجونو د زدهکړو ځنډېدل د دې لامل شوي، چې ډېري پوهنتونونه له اقتصادي ستونزو سره مخ او يو شمېر يې وتړل شي.
د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې مشر طارق کمال ویلي: د هېواد پرمختګ له علمي او معنوي پرمختګ پرته ناشونى دى.
هغه زیاته کړې: د هېواد علمي او معنوي پرمختګ د علمي بنسټونو په پرمختګ کې نغښتی دی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې د دولتي پوهنتونو د استادانو لپاره هم په کابل پوهنتون کې ورته سیمنیار ترسره شوی دی.