تازه خبرونه

د کابل د پیسو د تبادلې په مارکیټ کې چاودنې ۱۰ کسان ټپیان کړل

Published

on

نن سهار (یکشنبه د وري ۱۴ ) په کابل کې د هېواد د اسعارو د تبادلې په تر ټولو لوی مرکز شهزاده سرای کې چاودنه رامنځته شوه.

په کابل کې د شهزاده سرای د صرافانو وياند عبدالرحمن ځيرک څرګنده کړې، چې نن سهار د کابل په شهزاده سرای کې له یوې چاودنې د صرافۍ پېنځه کارکوونکي ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، نن سهار یوه غله د کابل ښار په شهزاده سرای کې د لاسي بم پر غورځولو ۱۰ تنه ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ويلي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې او امنیتي ځواکونه د عاملینو د پیدا کولو په لټه کې دي.

تر اوسه هیچا د دې چاودنې مسوولیت ندی منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په هرات ولایت کې هم دوه چاودنو لږ تر لږه ۲۷ کسانو ته ورګ و ژوبله اړولې ده. 

Trending

Exit mobile version