لوبی
د کابل غوره لیګ له ډېرو منډو ډک پیل شو؛ پامیر سټارز بریا خپله کړه
دا ۲۰آوریزه لوبه د ایوبي کرکټ په لوبغالي کې ترسره شوه. شمشاد ایګلز پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د کابل ۲۰۲۶ غوره لیګ د شنبې پر ورځ( د زمري اووهلسمه ) په کابل کې پیل شو، پامیر سټارز د سیالۍ په لومړۍ لوبه کې شمشاد ایګلز ته د ۱۱۶ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
دا ۲۰آوریزه لوبه د ایوبي کرکټ په لوبغالي کې ترسره شوه. شمشاد ایګلز پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
پامیر سټارز په ۲۰آورونو کې د ۶ لوبغاړو پر سوځېدا ۳۰۷ منډې وکړې؛ عبدالمالک په ۴۸ توپونو ۱۱۷ منډې او هارون خان ۵۹ منډې جوړې کړې.
شمشاد ایګلز هدف ته د رسېدو لپاره په ۲۰آورونو کې د ۷ لوبغاړو پر سوځېدا ۱۹۱ منډې وکړې او له پامیر سټارز څخه یې د ۱۱۶ منډو پر توپیرماتې وخوړه. حیات الله ۵۵ او سمیع الله شینواري ۴۰ منډې جوړې کړې.
امیر ځاځي او وکیل احمد د پامیر سټارز لپاره دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول. په داسې حال کې، چې مسلم موسی او محمد ګل علیزي هم د شمشاد ایګلز لپاره دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.
عبدالمالک د خپلې چټکې سلیزې له کبله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو؛ ځکه، نو پامیر سټار خپله لومړۍ بریا پر پرېکنده منډو پیل کړه.
د کابل غوره لیګ په سیالیو کې شپږ لوبډلې، پامیر سټارز، شمشاد ایګلز، کابل زلمي، سپین غر وریرز، آباسین ډیفنډرز او بند امیر؛ لوبیږي. دا سیالۍ کورنیو لوبغاړو ته پر لوړه کچه د سیالۍ او خپلې وړتیا د ښودلو زمینه برابروي.
د ۲۰۲۶ز.کال کابل غوره لیګ ټولې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ او ځانګړې توګه خپرېږي، چې د افغانستان د کرکټ مینهوال یې پر زړهراکښونکې بڼه لیدلی شي.
لوبی
هند افغانستان ته په دوهیمه شلآوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
افغانستان لومړۍ توپوهنه غوره کړه په ۲۰آورونو کې یې د اته لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې. ابراهیم ځدراڼ له ۳۳ توپونو ۳۷ منډې وکړې او د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې یې ترسره کړې.
د هند کرکټ لوبډلې د درېلوبیزې شلآوریزې لړۍ په دوهیمه لوبه کې افغانستان ته د اووه ویکټو پر توپیرماتې ورکړه او دا لړۍ یې له درېیمې او وروستۍ لوبې مخکې ۲- ۰ وګټله.
افغانستان لومړۍ توپوهنه غوره کړه په ۲۰آورونو کې یې د اته لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې. ابراهیم ځدراڼ له ۳۳ توپونو ۳۷ منډې وکړې او د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې یې ترسره کړې.
راشد خان هم له ۱۶ توپونو ۲۸ منډې وکړې او د لوبډلې د منډو په زیاتولو کې یې مرسته وکړه. د هند په توپاچوونکو کې نټیش کمار ریډي د ۲۴ منډو په بدل کې درې ویکټې واخیستې او غوره توپاچونه یې وکړه.
افغانستان ښه پیل ونهکړ او رحمانالله ګربز د دوهیم آور په لومړي توپ کې د ارشډیپ سینګ لهخوا له منډې جوړولو پرته وسوځول شو. جسپریټ بومرا هم له لومړی آور له منډې پرته ترسره کړ.
ابراهیم ځدراڼ او صدیقالله اتل هڅه وکړه، چې د افغانستان اننګز بېرته سم کړي؛ خو هند د ویکټو پر اخیستو فشار ساتلی و. ابراهیم د نهم آور په لړ کې د نټیش کمار ریډي لهخوا پر ۳۷ منډو وسوځول شو او هغه مهال افغانستان د څلور ویکټو پر زیان ۶۷ منډې کړې وې.
اتل ۱۲ منډې وکړې او د راوي بشنوي لهخوا وسوځول شو. وروسته دروېش رسولي له ۱۵ توپونو ۲۶ منډې وکړې، چې دوه شپږیزې یې هم په کې وې؛ خو ارشډیپ سینګ هغه هم وسوځاوه.
راشد خان د درې څلوریزو او یوې شپږیزې پر ملتیا له ۱۶ توپونو ۲۸ منډې وکړې او افغانستان یې د سیالۍ نږدې هدف ته ورساوه؛ خو نټیش په وروستي اور کې راشد وسوځاوه او افغانستان د اتو ویکټو پر زیان ۱۵۹ منډې وکړې.
هند د هدف په تعقیب کې پیاوړی پیل وکړ. سنجو سمسون او ابیشک شرما پر بریدګرې توپوهنې یوازې په ۴.۴آورونو کې ۵۰ منډې پوره کړې او هند د پاورپلې په پای کې پرته له کوم لوبغاړي له لاسه ورکولو ۸۲ منډې کړې وې.
سمسون یوازې پر ۲۰ توپونو ۵۰ منډې پوره کړې؛ خو راشد خان د څلور توپونو په واټن کې لومړی ابیشک پر ۳۹ او بیا سمسون پر ۵۷ منډو وسوځول. سمسون په ۲۲ توپونو اووه څلوریزې او څلور شپږیزې ووهلې.
راشد وروسته شریاس ایر هم پر ۱۱ منډو وسوځاوه او خپله درېیمه ویکټه یې واخیسته؛ خو هند له دې مخکې د لوبې واک په خپل لاس کې اخیستی و.
ایشان کیشن پر ۲۳ توپونو ۳۸ ناسوځېدلې منډې وکړې او تلک ورما هم ۱۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. هند په ۱۴.۵آورونو کې ۱۶۳ منډې وکړې او د اووه ویکټو پر توپیر یې بریا خپله کړه.
له دې پایلې سره هند درېلوبیزه شلآوریزې لړۍ ۲- ۰ وګټله او د درېیمې او وروستۍ لوبې له ترسره کېدا مخکې یې لړۍ خپله کړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه او وروستۍ لوبه به د پنجشنبې پر ورځ په همدې لوبغالي کې ترسره شي.
لوبی
محمد نبي په شلآوریزو لوبو کې ۲۵۰۰ منډې پوره کړې
نبي دغه ریکارډ په خپله یوسل و دوه حلوېښتمه شلآوریزه نړیواله لوبه کې ثبت کړ. نوموړي په دې بڼه کې ۲۵۰۰ منډې بشپړې کړې دي او تر دې دمه یې لوړې منډې ۸۹ دي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه آلراونډر محمد نبي یو بل مهم ریکارډ جوړ کړ او لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په نړیوالو شلآوریزو لوبو کې یې ۲۵۰۰ منډې پوره کړې دي.
نبي دغه ریکارډ په خپله یوسل و دوه حلوېښتمه شلآوریزه نړیواله لوبه کې ثبت کړ. نوموړي په دې بڼه کې ۲۵۰۰ منډې بشپړې کړې دي او تر دې دمه یې لوړې منډې ۸۹ دي.
دغه تجربهکار آلراونډر اوس هم په خپل سپورټي ژوند کې د نویو ریکارډونو پر جوړولو بوخت دی او په نړیوال کرکټ کې د افغانستان له تجربهکارو او اغېزناکو لوبغاړو څخه شمېرل کیږي.
افغانستان اوس له هند سره د درې شلآوریزو لوبو د لړۍ په دوهیمه لوبه کې بوخت دی. په افغانستان کې د کرکټ مینهوال کولی شي دغه لړۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
لوبی
په افغانستان اتلانو لیګ کې ابومسلم فراه ۴ – ۰ او عمر ځواک ۳ -۱ بریاوې ترلاسه کړې
په شپږمه لوبه کې ابومسلم فراه غوره لوبه وکړه او استقلال کابل ته یې ۴ – ۰ ماتې ورکړه.
ابومسلم فراه او عمر ځواک د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو پر مهال پر ترتیب استقلال کابل او سرسبزیاشلر ته ماتې ورکړې.
په شپږمه لوبه کې ابومسلم فراه غوره لوبه وکړه او استقلال کابل ته یې ۴ – ۰ ماتې ورکړه.
محبوب حنیفي او امید پوپلزي په لومړۍ نیمایي کې د ابومسلم فراه لپاره ګولونه ووهل او دغه لوبډله له ۲ – ۰ بریا سره د دمې لپاره ووته. په دوهیمه نیمایي کې علیرضا پناهي او فرزاد تاجک هم دوه نور ګولونه ووهل او ابومسلم فراه پر آسانه بریا د لوبې درې واړه امتیازونه خپل کړل.
په اوومه لوبه کې عمر ځواک سرسبز یاشلر ته ۳- ۱ ماتې ورکړه او شاداب ملکزاده د دې لوبې غوره لوبغاړی شو.
ملکزاده د عمر ځواک درې واړه ګولونه ووهل او په هټریک سره یې د خپلې لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه. مهران د سرسبز یاشلر یوازنی ګول وواهه؛ خو د عمر ځواک د بریا مخه یې ونه نیوله.
راتلونکې لوبې
د افغانستان اتلانو لیګ روشن نورې لوبې به د چارشنبې پر ورځ له دوه لوبو سره دوام وکړي:
- طوفان هرات ــ آریانا خوست
- خراسان فاریاب ــ عینو مېنه
د فوټبال مینهوال کولی شي دغه لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
-
لوبی4 days agoسرخپوشان خوافي او آریانا خوست د افغانستان اتلانو لیګ سیالۍ وګټلې
-
څار4 days agoڅار: له افغانستان سره د پاکستان دوه مخی سیاست
-
لوبی2 days agoپه افغانستان اتلانو لیګ کې ابومسلم فراه ۴ – ۰ او عمر ځواک ۳ -۱ بریاوې ترلاسه کړې
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې کومه بهرنۍ ډله شتون نهلري – اسلامي امارت
-
نړۍ4 days agoپه یمن کې د حوثیانو پرمختګ؛ امریکا له نوې ستونزې سره مخ ده
-
تازه خبرونه2 days agoد ایران پولې ته نږدې ۱۷ افغان کډوال له تندې مړه شوي
-
تازه خبرونه5 days agoد بدخشان عملیاتو د امنیتي ځواکونو وړتیا وښوده – په چین کې د اسلامي امارت استازي
-
تازه خبرونه4 days agoکه امریکا له افغانستان سره تعامل ونهکړي، چین او روسیه به دا تشه ډکه کړي – خلیلزاد
