تازه خبرونه

د کابل په هوايي برید کې مو هیڅ ډول جنایي غفلت ندی کړی – پنټاګون

Published

on

د پنټاګون یوه پلټونکي، چې د راپور په ترتیبولو کې یې مرسته کړې وايي: په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې برید، چې په سنبله کې ترسره شوی او لس ملکیان وژل شوي وه؛ یوه “جدي تېروتنه” وه او مسوولین یې د انضباطي جزا وړ ندي.

د امریکا د هوايي ځواکونو عمومي مفتش سامي سعید پرون (چارشنبه، د لړم ۱۲) د برید د څرنګوالي په اړه د خپلو څېړنو پایلې خپرې کړې او خبریالانو ته یې وویل، چې دا برید یوه تېروتنه وه، چې د ځینو نظریو په ملاتړ د ناسمو معلوماتو او اړیکو له کبله رامنځته شوی و.

هغه زیاته کړې، چې په برید کې هیڅ “جنایي غفلت” نه دی شوی.

سعید په خپلو څېړنو کې دې پتایلې ته رسېدلی، چې برید د یو لړ تېروتنو پایله وه، چې له برید څخه څو دقیقې مخکې د پېښې په ځای کې د یوه ماشوم نه لیدل هم شامل دي.

هغه څرګنده کړه، چې د پېښې په ځاى کې د دې ماشوم شتون ته ، چې سم نه ښکارېده پوره پاملرنه نده شوې، خو له بريد څخه دوه دقيقې مخکې يې د معلوماتو او ويډيوګانو له ليدلو وروسته د پېښې په شاوخوا کې د يوه ماشوم د شتون ثبوت وموند.

امریکايي ځواکونو د وږي پر ۷ یا د سپټمبر پر ۲۷ د کابل له هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو له وتلو دوه ورځې مخکې دا هوايي برید کړی و.

امریکا هغه وخت ویلي ویلي، چې د داعش یو شکمن غړی یې په نښه کړی او پر هوايي ډګر د برید مخه یې نیولې ده. له دې پېښې څو ګړۍ مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن د داعش له بریده خبرداری ورکړی و.

پنټاګون بیا وروسته ومنله؛ په برید کې د رمزي احمدي کورنۍ په نښه شوې، چې د امریکا د یوې ناانتفاعي موسسې کارکوونکی او له داعش سره اړیکې نلري.

د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د رمزي احمدي د کورنۍ د غړیو او  د اووه ماشومانو په ګډون لږ تر لږه لس ملکي وګړي ووژل شول.

ولسمشر بایډن بیا د برید په اړه د پلټنو امر وکړ.

پنټاګون د مې پر ۲۴مه اعلان وکړ، چې د برید د قربانیانو کورنیو ته به تاوان ورکړي.

پنټاګون دا هم ویلي وه، چې د دی کورنۍ غړي د امریکا له بهرنیو چارو وزارت سره کار کاوه او د غرامت ورکولو ترڅنګ به امریکا ته هم ولېږدول شي.

Trending

Exit mobile version