تازه خبرونه
د کابل پوهنتون یو استاد په ماین چاودنه کې وژل شوی
د پنجشنبې پر سهار ناوخته د کابل پوهنتون یو استاد د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
پولیسو د پېښې په اړه څرګنده کړې، چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې ۱۱:۲۵ کابل پوهنتون ته نږدې د علي آباد پر سړک رامنځته شوې، چې په کې یو کس وژل شوی دی .
د پیښې له ځایه ځینو سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې د کابل ښار د درېیمې ناحیې د علی آباد پر سړک په سهارنۍ چاودنه کې د کابل پوهنتون د شریعاتو پوهنځي د استاد مبشر مسلمیار په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
استاد مبشر د کابل پوهنتون د شریعاتو پوهنځي ته پر لاره و، چې نښلیدونکي ماین پرې چاودنه کړې ده.
تراوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
