تازه خبرونه
د کابل – کندهار پر لویه لار د ۲۷ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې
نن (شنبه د چنګاښ ۲۴ ) د کابل-کندهار د لويې لارې د يوې برخې د پخولو کار د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په حضور کې پيل شو.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ويلي، د ارغندي- بازار درانی سړک ۲۷ کیلومتره اوږدوالی، ۱۱ متره پلنوالی، دوه لوی پلونه او ۶۰ پلچکونه لري.
پهدې پروژه څه باندې یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي، چې د اسلامي امارت له خوا تمویلیږي.
ملا برادر د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې وويل؛ زمونږ غوښتنه دا ده؛ ټول قراردادي شرکتونه دې د خپلو چارو د پراختيا لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي، چې پروژه ژر بشپړه شي او د دې لارې د مسافرو ستونزې اوارې شي.
دا پروژه به په یو کال کې بشپړه شي.
د خصوصي سکتور غړي، چې د غوندې ګډونوال دي؛ د هېواد په ترانزیت او اقتصاد کې د کابل – کندهار لار خورا اړینه بولي او ژمنه کوي، چې د دې سړک چاري به د قرار داد له مخې په ښه تو ګه تر سره شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وایي، چې د مسافرینو د انتقال، د هېواد د وچې او تازه میوې په صادارتو، ترانزیت او سوداګرۍ کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شوی او د دې پروژې له عملي کولو سره به خلکو ته پوره معیارونه په نظر کې ونیول شي.
د پروژې پلي کوونکي شرکت مسوول نجیب الله جلال زي ویلي؛ د سرک کفیت به لوړ وي نږدې ۲۱سانتي قیر پرې اچول کیږي او ترټولو پر لوړکیفیت په نظر کې نیول شوی او مونږ هڅه کوو، چې د خپلي برخې سړک په اووه میاشتو کې ګټې اخستني ته وسپارو.
د دې سړک د رغونې مالي بودجه د حق العبور له لارې تمویلیږي.
د ټولګټې وزارت مسوولین د ټولو شرکتونو له مسوولینو غواړي، چې د خپلو کارونو د ترتیب او تنظیم په برخه کې ټولو هغه معیارونو ته پوره پاملرونه وکړي، چې په تړون کې یې یادونه شوې ده.
د کابل – کندهار لو یه لار د هېواد له مهمو ترا نزیتي لارو څخه شمېرل کیږي، چې هرات، فراه ، نمیروز، روزګان، دا یکندي، کندهار، هلمند، زابل، غزني، میدان ورګ له کابل سره نښلوي او همداراز له دې لارې څخه څلور مهم سوداګریز بندرونه هم له مرکز سره نښلیږي.