نړۍ
د کاناډا په بریټش کولمبیا کې د سیلابونو له کبله د مړو شمېر مخ پر ډېریدو دي
د کاناډا په بریټش کولمبیا او ځینې نورو ایالتونو کې د سیلابونو او ځمکښویېدنې له کبله یو شمېر سیمې زیانمنې او ویجاړې شوي او د مړو شمېر هم مخ پر ډېرېدو دی.
چارواکو د یو تن مړینه له هغې وروسته تائید کړه، چې سخت بارانونه او د خټو ښویېدو د یاد ایالت سړکونه ویجاړ او څو غرني ښارونه بېل کړل.
د کاناډا د اړوند ایالت د عامه خوندیتوب وزیر مارکو منډسینو رویټرز ته ویلي؛ لږ تر لږه درې کسان ورک دي او شاوخوا ۱۸۰۰۰ خلک د آرام سمندر ساحل ته بې ځایه شوي دي.
د بریټش کولمبیا ایالتي وزیر جان هورګان دې ناورین ته په نغوته کې، چې په هرو ۵۰۰ کلونو کې یو ځل رامنځته کیږي ویلي؛ مونږ تمه لرو، چې په راتلونکیو ورځو کې به نور تلفات هم تائید کړو.
هورګان یوې خبري غونډې ته څرګنده کړې: مونږ د سفر محدودیتونه لګوو او غواړو ډاډ ترلاسه کړو، چې اړین توکي، طبي او عاجل خدمات هغو ټولنو ته ورسیږي، چې ورته اړتیا لري.
سیلابونو او د خټو ښویېدو د دې هېواد ترټولو لوی بندر وینکوور ته لاسرسی له خنډ سره مخ کړی، چې د ورسره د نړیوالو اکمالاتو بهیر ګډوډ شوی دی.
د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو ویلي، چې حکومت به له دې ولایت سره مرسته وکړي، چې له دې وېروونکي ناورین یې وژغوري.
ټروډو د پنجشنبې پر ورځ د امریکا، کاناډا او مکسیکو له سرمشریزې مخکې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل؛ اټاوا د لټون او مرستې لپاره د هوایي ځواک سلګونه ځواکونه لیږي او په زرګونه نور ورته چمتووالی لري.
ځینې اغېزمن شوي ښارونه په لرې پرتو غرنیو سیمو کې دي، چې یخې هوا لاسرسی او ورتګ ورته محدود کړی دی.