سوداگري

د کانونو او پترولیم وزیر په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۰, ۱۴۰۲

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت څرګنده کړې، چې د کانونو او پترولیم وزیر شهاب الدین دلاور په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره وکتل.

د کانونو او پترولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو چارواکو د پانګونې پر فرصتونو، د قشقري د نفتو د څاګانو د استخراج په اړه د پرمختګونو او د عینک د مسو کان د کار د پیل په اړه خبرې وکړې.

د کانونو او پترولیم وزیر دغه پروژې د دواړو هېوادونو لپاره مهمې وبللې او د هغو ټولنیزو خدمتونو په اړه یې خبرې وکړې، چې د دغو پروژو په تړون کې راغلي دي.

د چین سفیر شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال په ځانګړي توګه د قشقري د نفتو له څاګانو څخه د لیدنې خوښي څرګنده کړه او د دغې پروژې د مالي، اداري او تخنیکي پلانونو په اړه یې خپل معلومات وړاندې کړل.

د یادونې ده، چې د کانونو او پترولیم وزیر د یادو پروژو په پلي کولو کې د چټکتیا غوښتنه وکړه.

Trending

Exit mobile version