تازه خبرونه

د کانونو او پټرولیم وزارت یو تخنیکي پلاوی ازبکستان ته ولاړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې سفر اصلي موخه د معیاري لابراتوارونو له بېلابېلو تخنیکي څانګو لیدنه، له پرمختللیو لابراتواري تجهیزاتو او طریقو سره بلدتیا او د کانونو په برخه کې د عملي تجربو تبادله ده.

Published

on

د کانونو او پټرولیم وزارت یو ۲۰ کسیز تخنیکي او مسلکي پلاوی د کانونو اندتون(انسټیټوټ ) او د تخنیکي تفتیش ریاست د رییسانو تر مشرۍ لاندې د وړتیا لوړونې او مسلکي ودې په روزنیز پروګرام کې د ګډون لپاره پر ۲۸ ورځني سفر ازبکستان ته ولاړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې سفر اصلي موخه د معیاري لابراتوارونو له بېلابېلو تخنیکي څانګو لیدنه، له پرمختللیو لابراتواري تجهیزاتو او طریقو سره بلدتیا او د کانونو په برخه کې د عملي تجربو تبادله ده.

یاد سفر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د تخنیکي او علمي همکاریو په چوکاټ کې ترسره کېږي او د لابراتواري معیارونو د ښه‌والي، د کیفیت کنټرول او د کانونو په برخه کې د تخنیکي وړتیاوو پر لوړولو راڅرخیږي.

Trending

Exit mobile version