Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې یو کارکوونکی د ټرافیکي پېښې له کبله مړ شو

د دې بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پېښه کې د آی‌آر‌سي دوه نور کارکوونکي هم سخت ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدېدلي دي.

خپور شوی

د

د ژغورنې نړیوالې کمیټې (آی‌آر‌سي) د خواشینۍ د وړاندې کولو تر څنګ په افغانستان کې د خپل یوه کارکوونکي مړینه تائید کړې او وایي، چې دې کارکوونکي د هرات ولایت د اسلام‌کلا په اړوند سیمه کې د دندې له ځایه د ستنېدا پر مهال د یوې ټرافیکي پېښې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پېښه کې د آی‌آر‌سي دوه نور کارکوونکي هم سخت ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدېدلي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي، چې د لومړۍ کرښې کارکوونکي د دې بنسټ د ماموریت اساسي برخه جوړوي او اړمنو خلکو ته د رسېدا لپاره اړینې هڅې تر سره کوي. په ځانګړي توګه په افغانستان کې، چې ډېری خلک په لرو پرتو او ستونزمنو سیمو کې ژوند کوي.

دې بنسټ زیاته کړې؛ د وژل شوي کارکوونکي له کورنۍ، ټپیانو او د هغوی له کورنیو او همدارنګه له خپلې کاري ډلې سره په دې سختو او ستونزمنو شرایطو کې همکاريو او ملاتړ ته ولاړ دي.

د ژغورنې نړیواله کمیټې له ۱۹۸۸ میلادي کال راپدېخوا په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړي او دا مهال د هېواد په نهه ولایتونو کې له زرګونو کلیو سره همکاري لري. دا بنسټ په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي، چې د لومړنیو روغتیایي خدمتونو وړاندې کول، په کلیوالو سیمو کې د ښوونیزخوندي چاپېریال رامنځته کول، د نغدو مرستو وېشل، د بېړنیو سرپناوو برابرول، د څښاک اوبو او حفظ‌الصحې خدمتونه وړاندې کول، د معیشتي فرصتونو رامنځته کول او د زیانمنو خلکو لپاره د ډاډ رامنځته کولو د پیاوړتیا پروګرامونه رانغاړي.

تازه خبرونه

د بي‌بي‌سي راډیويي خپرونې د پرله‌پسې سرغړونو له کبله بندې شوې

د بي‌بي‌سي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

Published

on

 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څار رییس صفي‌الله رائد ويلي، په افغانستان کې د بي‌بي‌سي راډیويي خپرونې د« پرله‌پسې سرغړونو» له کبله بندې شوې دي.

د بي‌بي‌سي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره عملي هڅې وکړي – برهم صالح

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له وروستیو راپدېخوا نږدې اووه میلیون کسان له ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې یو شمېر یې په سختو شرایطو او د خپلې خوښې خلاف بېرته ستانه شوي دي.

Published

on

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر برهم صالح له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له وروستیو راپدېخوا نږدې اووه میلیون کسان له ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې یو شمېر یې په سختو شرایطو او د خپلې خوښې خلاف بېرته ستانه شوي دي.

برهم صالح د دې ادارې د اجرائیوي کمیټې په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې بېرته راستنېدونکي له بېوزلۍ، د خدمتونو له محدودیتونو او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي همدارنګه د افغان نجونو د زده‌کړو او د خپلو هیلو د پوره کولو پر حق ټینګار کړی او له نړیوالو مشرانو یې غوښتي، چې خپلې ژمنې پر عملي اقداماتو بدلې کړي.

هغه ویلي، افغان نجونې د خوبونو او خیالونو غوښتنه نه‌کوي، بلکې داسې فرصتونه غواړي، چې وکولی شي خپلې هیلې او ارمانونه پوره کړي.

دغه راز افغان کارپوهانو ويلي، بېرته راستنېدونکي د خپل ژوند د بیا پیل لپاره کاري فرصتونو او دوامدار اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.

د دوی پر اند، یوازې لنډمهاله مرستې نه‌شي کولی د دغو کورنیو ستونزې حل کړي.

د اسلامي امارت چارواکو بېرته راستنېدونکو ته د کار او زده‌کړو د فرصتونو پر برابرولو، د بشري مرستو پر اړتیا او له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړیوالې ټولنې د بدیل معیشت په برخه کې له بزګرانو سره اړینې مرستې نه‌دي کړي- امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه موضوع د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ټوماس فریلیسن سره د امیرخان متقي په لیدنه کې وړاندې شوې ده.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ويلي، نړیوالې ټولنې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان د لاسته‌راوړنو د ملاتړ لپاره له بزګرانو سره د بدیل معیشت په برخه کې اړینې مرستې نه‌دي کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه موضوع د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ټوماس فریلیسن سره د امیرخان متقي په لیدنه کې وړاندې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د امنیتي وضعیت، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او یو شمېر بشري او سیاسي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

فریلیسن د امنیت د ټینګښت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې ستایلې او څرګندوي، چې د افغانستان د امنیت ټینګښت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د اروپايي ټولنې د رسمي دریځ یوه برخه ده.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې اروپايي ټولنه به هڅه وکړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!