تازه خبرونه
د کرونا واکسین آزموینې ۹۰ سلنه بریالۍ اغېزې کړي
د امریکا فایزر او د آلمان بیو ان تیک درمل جوړولو شرکتونو په ډاګه کړې؛ د دوی تر لومړنۍ آزموینې لاندې د جوړ شوي کرونا واکسین پایلې ۹۰ سلنه اغېزمنې او بریالۍ دي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ ساینسپوهانو، د عامې روغتیا چارواکو او پانګوالو د روغتیایي آزموینې له لومړنیو اغېزمنو معلوماتو هرکلی کړی.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ که د آزموینې بشپړې پایلې بریالۍ شي، کولی شي د کرونا ویروس د خپریدا بهیر مخه ونیسي.
د دغه واکسین د پراخې وېشنې لپاره تائید ته اړتیا ده، چې سږکال به ونشي؛ه ځکه، چې د نړۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره نورو واکسینو ته هم اړتیا لیدل کیږي.
که واکسین ومنل شي؛ شرکتونه اټکل کوي، چې په روان کال کې به ۵۰ میلیون خوراکه تولید کړي، د ۲۵ میلیون خلکو د ژغورنې لپاره بس دي او بیا به په ۲۰۲۱ کې ۱.۳ میلیارد خوراکه تولید کړي.
کارپوهانو ویلي، چې دوی غواړي آزموینې بشپړې شيد بشپړ محاکمې ډیټا وګوري ، مګر لومړنۍ پایلې هڅونکي ښکاري.