لوبی
د کرکت نړیوال جام د پایلوبې په اړه اړینې څرګندونې
د سږ کال د نرینهوو کرکت نړیوال جام شپږ اوونیزې لوبې زړهراکښونکې وې، چې په ټوله نړۍ کې یې د کرکت مینهوال ځانته لیواله کړي؛ خو اوس هم پای ته رسیدلې نهدي او یوه لوبه پاتې ده، چې څوک به د روان کال اتلولي خپلوي.
د احمد آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې د سږنۍ پایلوبې د ترسره کولو لپاره یوازې یوه ورځ پاتې ده، چې ۱۰۰ زره لیدونکي به ولري. د دې پایلوبې له لیدو مخکې اړینه ده، چې په افغانستان کې د آریانا تلویزیوني شبکې ژوندۍ خپرونه وګورئ.
پایلوبې ته د دې جام د لوبغاړيو رسیدل
هند د ګروپي پړاو پر وهلو ټولې نهه لوبې وګټلې او له ۱۸ نمرو برخمن شو. هند په ګروپي پړاو کې د ۲.۵۷۰ منډو د کچې پر تر سره کولو ټولې ۹ لوبې وګټلې او د لښتیلیک لومړی نمبر ځای یې ونیوه.
د نیوزیلند پر وړاندې په نیمه پایلوبه کې روهیت شرما او شوبمن ګیل زړه راکښونکې توپوهنه وکړه او د لوبډلې لپاره ښه پیل و. ویرات کوهلي هم د سچین تندولکر ریکارد مات کړ او د یو ورځنیو سیالیو پنځوسمه سلیزه یې پوره کړه. هند نیوزیلند ته د ۳۹۷ منډو هدف وټاکه او نیوزیلند ته یې د ۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
دغه راز آسترالیا په خپلو لومړیو سیالیو کې له هند او سویلي آفریقا څخه د ماتې له خوړلو سره – سره پاتې اووه لوبې وګټلې او د ۱۴ نمرو پر خپلولو یې پایلوبې ته لار وموندله.
په نیمه پای لوبه کې د سویلي آفریقا سره له دوهیمې لوبې مخکې آسترالیا کمزورې احساسېذله؛ خو ډېر ښه پیل یې درلود او جنوبي آفریقا پر ۲۴ منډو او ۴ ویکتوتر فشار لاندې ونیوله. د دیوید میلر سلیزې آفریقا هیله منه کړه؛ خو د کمینز او مچل ستارک پر ټوپوهنې وکولی شول، چې جنوبي آفریقا د درې ویکتو پر توپیر وګټي او پایلوبې ته لار ومومي.
د لوبډلو جوړښت
د هند لوبډله: روهیت شرما ( لوبډلمشر) شوبمن ګیل، ویرات کوهلي، شریاس آیر، کیال راهول، رویندرا جدیجا، شاردول تاکور، جسپریت بومرا، محمد سراج، کولدیپ یادو، محمد شمي، رویچندرن اشوین، ایشان کیشان، پراسید کریشنا، سوریاکومار یادو.
آسترالیا لوبډله: پت کمینز، ستیون سمیت، الیکس کري، جاش اینګلیس، شان ابوت، کامرون ګرین، جاش هازلوود، تراویس هد، مارنس لابوشاګن، میچ مارش، ګلن ماکسول، مارکوس ستینیس، دیوید وارنر، آدم زامپا، مچل ستارک.
د هوا حالات
که هوا د یکشنبې پر ورځ ستونزه رامنځته کړي؛ نو یوه بله احتیاطي ورځ شته؛ خو تر دې دمه ورځ لمرینه او تودوخه د سانتي ګراد ۳۳ درجې اټکل شوې ده.
نغدي جایزه
دا سیالۍ لس میلیون دالر ارزښت لري؛ د جام ګټونکی به څلور میلیون دالر کورته وړي او دوهیمه لوبډله به دوه میلیون دالره ترلاسه کړي.
لوبډلو د هر ګروپي پړاو د ګټلو لپاره ۴۰۰۰۰ دالر ترلاسه کړي.
لوبغالی
په احمد آباد کې د نریندرا مودي لوبغالی د نړۍ ترټولو لوی سپورت لوبغالی دی او د پایلوبې کوربهتوب به کوي. دغه لوبغالی د اکتوبر پر پېنځمه د دغو سیالیو د پرانیستلو کوربهتوب هم کړی. دغه لوبغالی د ۱۳۲۰۰۰ کسانو وړتیا لري.
پایلوبه د کابل پر وخت د ماسپښین پر ۱ بجه پیلیږي او پچه اچونه به نیم ساعت مخکې ترسره شي.
پخوانۍ بریاوې
آسترالیا او هند په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ۱۳ ځلې مخ شوي، چې اته ځلې آسترالیا ګټلي او هند پېنځه بریاوې پخپل نوم کړې دي.
دغه راز آسترالیا په ۱۵۰ یو ورځنیو لوبو کې له بریاوو برخمنه ده؛ ۸۳ لوبې او هند ۵۷ هغه ګټلې دي.
پایلوبې ته د رسېدو لار
هند نهه لوبې ګټلي او ماته نهلري؛ هند په ګروپي پړاو کې د ۲.۵۷۰ منډو پر تر سره کولو د لښتیلیک لومړی نمبر ځای نیولی او په نیمه پایلوبه کې یې نیوزیلند ته د ۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړې ده.
آسترالیا په ورته وخت کې اووه د ګروپي پړاو لوبې وګټلې؛ دوه یې بایللي او د منډو کچه یې ۰.۸۴۱ ته رسېدلې او په نیمه پایلوبه کې یې سویلي آفریقا ته د درې ویکتو پر توپیر ماتې ورکړې ده.
د مینه والو لپاره
د آریانا نړیواله تلویزیوني شبکه (ATN) د روان کال د نړیوال جام د یو ورځنیو سیالیو پر زړه پورې سیالۍ د میلیونونه افغانانو کورونو ته رسولې او یو ځل بیا به د یکشنبې لوبه وړاندې کړي.
دا شبکه د افغانستان لپاره د لوبو د خپرولو ځانګړی حق لري، چې د یکشنبې پر ورځ به له ۱۲ بجو څخه پر ژوندۍ بڼه له آریانا تلویزیون، آریانا نیوز او آریانا ایف ایم ۹۳.۵ څخه خپریږي.
