لوبی

د کرکت نړیوال جام په روزنیزه لوبه کې له افغانستان سره نه‌لوبیږو – پاکستان

Published

on

د پاکستان کرکت بورد غواړي، چې د روان کال د نړیوال جام په روزنیزه لوبه کې د افغانستان پر ځای له کومې بلې لوبډلې سره لوبه وکړي.

جیو نیوز څرګنده کړې؛ د پاکستان کرکت بورد د کرکت له نړیوالې شورا غوښتي، چې له نړیوال جام له لوبو مخکې له افغانستان سره د روزنیزې لوبې بڼه بدله کړي.

د پاکستان کرکت بورد غواړي؛ د نړیوال جام په روزنیزه لوبه کې د افغانستان پر ځای یوه داسې غیر اسیایي لوبډله ولوبوي، چې پاکستان ته ګټه‌وره وي.

د پاکستان کرکت بورد په ډاګه کړې: پاکستان به له افغانستان سره په اسیا جام کې، چې له نړیوال جام مخکې ترسره کېږي؛ لوبه کوي، نو له همدې کبله په نړیوال جام کې له دې لوبډلې سره لوبېدل به ورته ګټه ونه‌لري.

د افغانستان کرکت بورد تر دې دمه په دې اړه څه‌ نه‌ دي ویلي.

Trending

Exit mobile version