تازه خبرونه

د کندهار او مسکو د بریدونو ریښه بهرنۍ ده – قُمي

Published

on

د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي ویلي، چې د کندهار او مسکو بریدونه بهرنۍ ریښه لري.

حسن کاظمي قُمي د ایران له یوې دولتي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان ثبات د سیمې له امنیت سره پوره اړیکه لري.

د کاظمي قُمي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان اوسنی وضعیت د امریکا او ناټو د شل کلن حضور پایله ده.

هغه وايي؛ هغو کسانو، چې پخوا يې په افغانستان کې پوځي حضور درلود؛ نه غواړي، چې په افغانستان کې امنيت او ثبات ټینګ شي.

نوموړي دا هم ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته په دې هېواد کې امنیتي کړکېچ د داعش د فعالیتونو د زیاتېدو لامل شوی. که څه هم د مسکو پېښه نور لاملونه هم لري؛ خو یو له مهمو عواملو څخه یې یو دا هم دی: څه، چې نن په افغانستان او سیمه کې رامنځته کېږي.

دې ایراني ډیپلوماټ ویلي: په افغانستان کې ثبات د سیمې له امنیت سره پوره اړیکه لري؛ خو په افغانستان کې روان وضعیت د امریکا او ناټو د شل کلن حضور پایله ده، چې دغه هېواد یې ویجاړ کړی او دوی یې د بېخبناوو د ویجاړۍ، د خلکو د پراخ مهاجرت او د ترهګرۍ د خپرېدا شاهدان دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د اسلامي امارت ځواکونه د داعش پر وړاندې کلکه مبارزه کوي او پر وړاندې به یې هره شونې لار وکاروي او د هڅو د پراخېدو اجازه به ورنکړي.

د کاظمي قُمي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان ټول ګاونډ هېوادونه دې ګډ نظر ته رسیدلي، چې د ننګونو او ستونزو د له منځه وړلو لپاره ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version