تازه خبرونه

د کندهار د پولیسو اویا په سلو کې سرتېرو له دندو سره مخه ښه کړې

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۱, ۱۳۹۹)

د کندهار والي له آریانا نیوز ته ویلي، چې په کندهار کې یوازې دېرش سلنه پولیس فعال دي او اویا نور  پاشلې بڼه لري.

د کندهار والي حیات الله حیات منلې، چې په وروستیو کې د کندهار اویا په سلو کې پولیس له دندو تښيدلي او تیت او پرک شوي دي.

دغه وضعیت ته په کتو ولسمشر هم څه موده مخکې د یو پلاوي پر مشرتابه کندهار ولایت ته سفر کړی ولاړ.

په کندهار کې جګړه د ښار تر دروازو رارسیدلې او د امنیه قومندانۍ په پېنځه کیلو مترۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو د جګړې کرښه ده.

داسې ښکاري، چې د کندهار ځواکمن پولیس پر ګوڼدو شوی دی.

د کندهار د وضعیت د څېړنې پلاوي غړيو ویلي؛  په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو هم د جګړو پر اور اوبه ندی تویې کړي، بلکې په کندهار کې جګړه سخته شوې؛ په ارغنداب، ژیړۍ، پنجوايي، میوند او ډنډ ولسوالیو کې سختې جګړې روانې دي. په تېرو دوه میاشتو کې سرتېرو په دغو ولسوالیو کې درې سوه پوستې، چې ډېرې یې د پولیسو وې؛ طالبانو ته پرېښودل شوي دي.

افغان چارواکي وايي، چې ځواکونه یې په دفاعي حالت کې دي.

وسلوالو طالبانو په وروستیو څو میاشتو کې پر پوځي مرکزونو اته ویشت موټر بم بریدونه کړي.

د طالبانو د دغو بریدونو د ځپلو لپاره په کندهار کې میشت امریکايي سرتېرو د افغان ځواکونو ملاتړ ته وردانګلي؛ خو معلومات نشته، چې امریکايي ځواکونو پر طالبانو څو بریدونه کړي.

د جګړې په ډګر کې له دغو بدلونونو ور هخوا د ولسي وګړیو ژوند له سخت کړاو سره مخ شوی دی.

د مشرانو جرګې د غړي آصف صدیقي د څرګندونو له مخې؛ سر له اوسه په کندهار کې درې سوه پوستې سقوط شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په روان ژمي کې روانو جګړو د کندهاریانو ژوند ګډوډ کړی؛ نو، ځکه خلک وېره لري، چې په را روان پسرلي کې به په دغه ولایت کې د جګړې لمن پراخه شي.

Trending

Exit mobile version