تازه خبرونه

د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د سابو، مېوو او وچو شېدو پر وارداتو تعرفې لوړې شوې دي – د کرنې وزیر

نوموړي دا ډاډ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(یواین‌ډي‌پي) له رییس او استازي سټیفن روډریګز سره په لیدنه کې څرګند کړې دي.

Published

on

 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري ویلي؛ د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د وارداتو د کمولو لپاره د ځینو کرنیزو محصولاتو لکه سابو، مېوو او وچو شېدو پر وارداتو ګمرکي تعرفې لوړې شوې دي.

نوموړي دا ډاډ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(یواین‌ډي‌پي) له رییس او استازي سټیفن روډریګز سره په لیدنه کې څرګند کړې دي.

عطاءالله عمري زیاته کړې؛ وزارت یې د کرنې د سکټور د پیاوړتیا، د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدا او د کورنیو تولیداتو د زیاتېدا لپاره له پراختیايي بنسټونو سره د همکاریو دوام ته ژمن دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د وارداتي محصولاتو د تعرفو لوړول د دې لپاره دي، چې له کورنیو تولیداتو ملاتړ وشي او د بزګرانو او مالدارانو لپاره د ښه بازار زمینه برابره شي.

په دې لیدنه کې د یواین‌ډي‌پي رییس سټیفن روډریګز هم په افغانستان کې د دغه بنسټ د فعالیتونو راپور وړاندې کړی دی.

هغه ویلي، چې د بدیل معیشت او کلیوالي بیارغونې په برخو کې دوه سترې پروژې پلې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د بدیل معیشت د پروژې له لارې دوه زره بزګرانو ته کیمیاوي سرې وېشل شوي، شنې خونې جوړې شوي، د کرنیزو محصولاتو لپاره سوداګریز بازارونه رامنځته شوي او د کرنې د ملاتړ بېلابېل پروګرامونه پلي شوي دي.

هغه ویلي: د کلیوالي بیارغونې پروګرام له لارې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۲۷۰ بنسټیزې پروژې، چې د اوبولګولو کانالونه، کوچني‌بندونه او د اوبولګولو نور تاسیسات په کې شامل دي؛ پلې شوې دي.

هغه څرګندوي؛ دغو پروژو د اوبو د سرچینو د مدیریت، د کرنې د پراختیا، د کرنیزو چارو د میکانیزه کېدا او د کلیوالو کورنیو د عوایدو په لوړولو کې مهم رول لوبولی دی.

د کرنې وزیر د یواین‌ډي‌پي له همکاریو مننه کړې او ټینګار کوي، چې پلې شوې پروژې باید په اغېزناک ډول وکارول شي.

Trending

Exit mobile version