تازه خبرونه

د کورنیو چارو او کار وزیرانو د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې وکړې

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې ناسته کې د هېواد دننه او بهر د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو بحث وشو او ټینګار شوی، چې د دواړو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ له زیاتېدا سره به بهر ته د تلونکو او هېواد ته د راستانېدونکو کارګرانو د تګ راتګ بهیر آسانه شي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۳, ۱۴۰۵

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني دشنبې پر ورځ(د غویي دولسمه) د کار او ټولنیزو چارو له وزیر عبدالمنان عمري سره ولیدل او د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې ناسته کې د هېواد دننه او بهر د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو بحث وشو او ټینګار شوی، چې د دواړو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ له زیاتېدا سره به بهر ته د تلونکو او هېواد ته د راستانېدونکو کارګرانو د تګ راتګ بهیر آسانه شي.

Trending

Exit mobile version