تازه خبرونه
د کونړ زلزلهځپلو ته په ننګرهار کې نمرې وویشل شوې
د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د کونړ ولایت هغو زلزلهځپلو کورنیو ته، چې د وروستۍ زلزلې له کبله یې کورونه ویجاړ شوي وه؛ د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ د ګمبیري د اړوند سیمې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د نوي جوړ شوي ښارګوټي استوګنیزې نمرې وېشلي دي.
د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
دغه راز په دې ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، جوماتونو، روغتیایي کلینیک او هدیرې لپاره ځانګړې ځمکې پر نښه شوې دي، چې اوسېدونکو ته د یو منظم او باعزته ژوند بشپړ چاپېریال برابر شي.
خبرپاڼه زیاتوي؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیبالله حیات حقاني د ننګرهار ولایت د والي مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري، د علماوو شورا رییس او د زلزلهځپلو د مرکزي کمیسیون مشر شیخ خیر محمد فاروقي، د کونړ د جهادي مدرسې مشر شیخ عبدالقهار صدیقي، د ننګرهار ولایت د مقام استازی شمس العارفین او یو شمېر نورو مسوولانو ګډون کړی و.
د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیبالله حیات حقاني دغو مراسمو ته په وینا کې ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې زلزلهځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي، چې د مرستې له اخیستونکو څخه د مرستې کوونکو کچې ته ورسېږي.
نوموړي د دې پلان پر ارزښت ټینګار وکړ او وایي: دا «پلان هغه ګټوره نسخه ده، چې خړه دښته د سرو زرو پر ارزښت بدلوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره عملي کېږي.»
ویل کیږي، چې د ننګرهار ولایت د مقام استازي شمس العارفین څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت مقام د زلزلهځپلو د ملاتړ او د یاد ښارګوټي د ښه مدیریت لپاره د هر راز همکاریو ډاډ ور کړ.