تازه خبرونه
د کونړ ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې پر ۳۵ پرمختیایي پروژو کار پیل شو
د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا پروژې د افغانستان د اسلامي امارت د مشر پر منظورۍ پیل شوې دي.
د کونړ ولایت په دانګام، شلتن، خاص کونړ، مروره، سرکاڼو او ناړۍ ولسوالیو کې پر ۳۵ پرمختیایي پروژو کار پیل شو.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا پروژې د افغانستان د اسلامي امارت د مشر پر منظورۍ پیل شوې دي.
دغه راز د دیورنډ فرضي کرښې ته نږدې ولسوالیو لپاره د ۱۳۱ میلیون افغانیو پر ارزښت ۶۸ پراختیایي پروژې منظورې شوې دي. په دې پروژو کې د ښوونځیو، دیني مدرسو، د اوبو رسولو آسانتیاوو، سړکونو، جوماتونو، د کلیو پراختیا او نورو اساسي بېخبناوو جوړول او پراختیا رانغاړي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت ویاند تسلیمالله حقاني ویلي: “هغه هېوادوال، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ژوند کوي له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ له همدې کبله ورته د اړینو خدماتو د برابرولو لپاره هڅې روانې دي. مونږ له خلکو څخه غواړو، چې د دې پروژو په ساتنه او پالنه کې همکاري وکړي.”
دغه راز د کونړ ولایت قومي مشران له حکومت څخه غواړي، چې د پراختیایي پروژو پر پلي کولو سربېره د بندونو د جوړولو له لارې د ولایت د اوبو سرچینو مدیریت ته هم جدي پاملرنه وکړي.
د اسلامي امارت چارواکو ټینګار کړی؛ د دوی تمرکز په هغو سیمو کې د پراختیایي پروژو پلي کول دي، چې په تېرو کلونو کې ورته پاملرنه نده شوې.