نړۍ

د کیف ښار په څنډو کې د روسیې او اوکرایني ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده

Published

on

د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د اوکراین د پلازمېنې کیف په څنډه کې د روسیې او اوکرایني ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

د راپورونو له مخې؛ دواړو لوریو د سولې او خبرو اترو لپاره هم چمتووالی ښودلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون (جمعه د کب ۶ / د فبرورۍ ۲۵) ویلي، چې د اوکراین د پوځ له تسلیمېدو سره مسکو خبرو ته چمتو دی.

لاوروف یوې خبري غونډې ته څرګنده کړې؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرېکړه کړې، چې د اوکراین د بېوسلې کولو لپاره یې دغه ځانګړي پوځي عملیات پیل کړي او غواړي اوکراینیان له ظلمه وژغوري او په ګډه خپل برخلیک په آزاده توګه وټاکي.

لاوروف زیاته کړې، روسیه د اوکراین د نیولو پلان نلري.

اوکرایني چارواکو په ډاګه کړې؛ چمتو دي، چې له روسیې سره خبرې وکړي او ان د ناټو د غړیتوب د پریښودو په اړه هم خبرې وکړي.

د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخایل پودولیاک رویټرز ته ویلي، چې کیف له روسیې سره د ناټو د غړیتوب په اړه له خبرو هم نه وېریږي.

هغه زیاته کړې، چې خبرو اترو ته چمتووالی سولې ته د رسېدو لپاره د دې هېواد چمتووالی ښیي.

د اوکرایین ولسمشر ویلي، چې لویدیځ اوکراین ته د مرستو په رسولو کې ډېر سست شوی دی.

اوکرایني چارواکي وايي، له ۱۰۰۰ ډېر روسي پوځیان وژل شوي؛ خو روسیې د تلفاتو په اړه څه ندي ویلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که مسکو خبرو ته حاضریږي؛ نو باید، چې پر کیف بمبارد ودروي.

روسیې د نړۍ له خبرداریو سره سره تېره پنجشنبه پر اوکراین برید کړی دی. د دغه برید په غبرګون کې د روسیې زرګونه ښاریان سړکونو ته راووتل او اعتراضي لاریونونه یې ترسره کړل؛ خو روسیې د لاریونوالو پر نیولو لاس پورې کړ.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې مسکو تر اوسه شاوخوا ۱۸۰۰ مظاهره کوونکي نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده، د راپورونو له مخې د دواړو لوریو تر منځ جګړه درېیمې ورځې ته وردننه شوې؛ خو د ځاني او مالي زیانونو په اړه تر دې دمه کره معلومات رسنیو ته وړاندې شوي ندي.  

Trending

Exit mobile version