تازه خبرونه

د یوناما مرستیال او د هلمند والي د اقتصادي او پراختیايي پروژو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

په دې ناسته کې، چې د هلمند ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د دغه ولایت د عمومي وضعیت، امنیت او ثبات ترڅنګ د اقتصادي فعالیتونو، پراختیايي چارو، روغتیا، کرنې، د پروژو لپاره د بودجې جلب او د کرنیزو او تولیدي توکو د بازار موندنې په اړه خبرې شوې دي.

Published

on

د هلمند والي امان‌الدین منصور او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) د مرستیال برونو لیمارکي ترمنځ په ناسته کې د اقتصادي او پراختیايي پروژو پر پیاوړتیا، د روغتیايي چوپړتیاوو پراختیا، د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې او د کوکنارو د بدیل معیشت برابرولو ټینګار وشو.

په دې ناسته کې، چې د هلمند ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د دغه ولایت د عمومي وضعیت، امنیت او ثبات ترڅنګ د اقتصادي فعالیتونو، پراختیايي چارو، روغتیا، کرنې، د پروژو لپاره د بودجې جلب او د کرنیزو او تولیدي توکو د بازار موندنې په اړه خبرې شوې دي.

د یوناما مرستیال برونو لیمارکي ویلي، په هلمند کې رامنځته شوي امنیت او ثبات د اقتصادي او پراختیايي فعالیتونو لپاره ښه زمینه برابره کړې او یوناما په دې برخه کې له ترسره شویو هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي د کوکنارو د کښت د مخنیوي ترڅنګ بزګرانو ته د حلال او دوامدار بدیل معیشت د برابرولو اړتیا مهمه وبلله او وایي، چې د قانوني او ګټورو کرنیزو بدیلونو پیاوړتیا کولی شي د بزګرانو اقتصادي ستونزې راکمې کړي.

دغه اراز هغه ویلي، په هلمند کې یو شمېر مهمې اقتصادي او پراختیايي پروژې روانې دي؛ خو د دغو پروژو د پراختیا او د خلکو د ملاتړ لپاره ډېرو ګډو هڅو ته اړتیا ده.

په دې ناسته کې د پروژو لپاره د بودیجې د جلب او د روغتیايي چوپړتیاوو د پراختیا په اړه هم خبرې شوې دي او د اړوند ادارو ترمنځ پر ډېرې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وشو.

د هلمند والي امان‌الدین منصور د ولایت د عمومي وضعیت، امنیت، اقتصادي فعالیتونو، پراختیايي چارو، روغتیا، پوهنې او کرنې په اړه معلومات ورکړل او د هلمند د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.

دغه اراز د هلمند د پنبې او نورو کرنیزو او تولیدي توکو د بازار موندنې په اړه تفصیلي خبرې وشوې او څرګندوي، چې ازبکستان د افغانستان د پنبې پېرلو ته ښه لېوالتیا ښودلې ده.

په دې ناسته کې د هلمند والي او د یوناما مرستیال ترڅنګ د ولایت مقام، پوهنې، کډوالو چارو، اقتصاد، عامې روغتیا، کرنې او معدن او صنایعو خونې مسوولانو هم ګډون کړی و.

د یوناما له مرستیال سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برابرۍ او پیاوړتیا ادارې عمومي رییسې سوزن فرګوسن، په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د دفتر عمومي رییسې میاه پارک، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر عمومي رییس پولیا لوکي سیري، د یونیسف او د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازو او یو شمېر نورو مسوولانو ملتیا کوله.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو د هلمند د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو، د اقتصادي او پراختیايي فعالیتونو د پیاوړتیا، د روغتیايي چوپړتیاوو د پراختیا، د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې او نورو ګډو برخو کې د همکاریو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version