تازه خبرونه
د یوناما مشرې د اسلامي امارت له مشرانو سره پر اړینو مسایلو بحث او خبرې وکړې
د ا.ا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې دیبرا لاینز سره پر روان وضعیت، کرنې، بانکدارۍ او نړیوال ملاتړ بحث او خبرې وکړې.
د یکشنبې پر ورځ د یوناما مشرې د یوه پلاوي پر مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت، بانکدارۍ او خصوصي سکتور د پراختیا او مرستو په ګډون پر یو شمېر اړینو مسایلو بحث او خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ دیبرا لاینز الماتا ته د خپل سفر په اړه مولوي متقي خپل راپور ورکړ.
دیبرا لاینز ویلي؛ یوناما او امریکا نه غواړي، چې د افغانستان د بانکدارۍ سکټور نور هم کمزوری شي.
هغې ډاډ څرګند کړ، چې مهم مسایل به د خبرو اترو له لارې حل شي.
د یوناما د بورد غړي اتول ګوفتا هم ویلي، چې له بېلابېلو مرستندویه بنسټونو سره په افغانستان کې د اقتصاد او خصوصي سکټور پر وده خبرې روانې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي میرمن لینز او ورسره مل پلاوي ته په ډاګه کړه؛ نوی حکومت له ټولو هغو بنسټونو سره کار کولو ته ژمن دی، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره هڅې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د درې میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې او څرګندوي؛ دغه پیسې میلیونونه افغانانو ته، چې سختو مرستو ته اړتیا لري اړینې دي او باید تر راتلونکي ژمي پورې دغه سازمان ته ورکړ شي.