لوبی

د ۲۰۲۵ آریانا سنوکر د اتلولۍ جام  د دوه‌یمې ورځې پایلې

د دې سیالیو د دوه‌یمې ورځې په پېنځمه لوبه کې زلمي سلام‌خېل وکولی شول اسماعیل محمدي ته څلور پر صفر ماتې ورکړي.

Published

on

د ۲۰۲۵ کال آریانا سنوکر سیالیو دوه‌یمه ورځ له زړه‌راکښونکو هڅو او پرېکنده بریاوو سره ترسره شوه.

د دې سیالیو د دوه‌یمې ورځې په پېنځمه لوبه کې زلمي سلام‌خېل وکولی شول اسماعیل محمدي ته څلور پر صفر ماتې ورکړي.

د دوه‌یمې ورځې په شپږمه لوبه کې اجمل یوسفزي بریالی شو، چې حسیب الله سلطاني څلور پر صفر وګټي.

په اوومه لوبه کې محمد میر نورزی وتوانید، چې ۱۳ کلن ابراهیم محمدي ته څلور  پر یو مات کړي.

دغه راز د دې ټورنمنټد دوه‌یمې ورځ په اتمه او وروستۍ لوبه کې نادر روحاني وکولی شو، چې تر ټولو ځوان لوبغاړي محمد عثمان محمدي ته څلور پر صفر ماتې ورکړي.

په ټول افغانستان کې د سنوکر مینه‌وال کولی شي دغه ​​زړه‌راکښونکې سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون پر سکرین، آریانا سپورټ فیسبوک پاڼې، آریانا سپورټ یوټیوب پاڼې او آریانا تلویزیون اوبپاڼې له لارې وګوري.

دغه سيالۍ به د سلواغې له درویشتمې او نهه‌ویشتمې تر منځ په يوه اوونۍ کې د هېواد د ٣٢ غوره ورزشکارانو په ګډون ترسره شي.

Trending

Exit mobile version