International Sports
د ۲۰۲۶ ز.کال ژمنی اولمپیک د ناروې پر ځلېدا پای ته ورسېد
ناروې له ۱۸ سرو زرو مډالونو او په ټوله کې د ۴۱ مډالونو پر ګټلو په لښتیلیک(جدول) کې لومړی مقام خپل کړ او پر ژمنيو سپورټونو یې ځانګړې واکمني ټینګه کړه.
د ۲۰۲۶ کال ژمنی اولمپیک د دوشنبې پر ورځ په میلان-کورتینا کې بریالۍ تر سره شو؛ دوهاوونیزې ستونزمنې سیالۍ، ولولهییزې بریاوې او پر واوره او یخ له ځلېدا ډکې هڅې نندارې ته وړاندې شوې.
ناروې له ۱۸ سرو زرو مډالونو او په ټوله کې د ۴۱ مډالونو پر ګټلو په لښتیلیک(جدول) کې لومړی مقام خپل کړ او پر ژمنيو سپورټونو یې ځانګړې واکمني ټینګه کړه.
امریکا د سرو زرو له ۱۲مډالونو او په ټوله کې د ۳۳ مډالونو پخپلولو دوهیم مقام ترلاسه کړ، چې پر وروستۍ ورځ یې د اضافي وخت له برکته د نرینهوو یخ هاکي پر بریا ترسره کړه.
کوربه هېواد د ژمني اولمپیک په تاریخ کې د ۳۰ مډالونه پر ګټلو مینهوال خوښ کړل.
دغه راز هالینډ هم د ۲۰ مډالونو او د چټک سکیټینګ په برخه کې د پام وړ هڅه نندارې ته وړاندې کړه.
جرمني، فرانسې، سویډن، جاپان او نورو هېوادونو د مډال په لښتیلیک کې ستونزمنې سیالي رامنځته کړې؛ دا یې وښودله، چې ژمني سپورټونه پر نړیواله کچه ورځ تر بلې ژوریږي او د سیاليو ډګر پراخوي.
د ۹۲ هېوادونو لوبغاړو د میلان-کورتینا په لوبو کې ګډون درلود، چې ورسره د تجربه لرونکو اتلانو او ځوانو راڅرګندیدونکو استعدادونو زړهراکښونکی جوړښت نندارې ته وړاندې شو.