Connect with us

International Sports

د ۲۰۲۶ ز.کال ژمنی اولمپیک د ناروې پر ځلېدا پای ته ورسېد

ناروې له ۱۸ سرو زرو مډالونو او په ټوله کې د ۴۱ مډالونو پر ګټلو په لښتیلیک(جدول) کې لومړی مقام خپل کړ او پر ژمنيو سپورټونو یې ځانګړې واکمني ټینګه کړه.

خپور شوی

د

د ۲۰۲۶ کال ژمنی اولمپیک د دوشنبې پر ورځ په میلان-کورتی‌نا کې بریالۍ تر سره شو؛ دوه‌اوونیزې ستونزمنې سیالۍ، ولوله‌ییزې بریاوې او پر واوره او یخ له ځلېدا ډکې هڅې نندارې ته وړاندې شوې.

ناروې له ۱۸ سرو زرو مډالونو او په ټوله کې د ۴۱ مډالونو پر ګټلو په لښتیلیک(جدول) کې لومړی مقام خپل کړ او پر ژمنيو سپورټونو یې ځانګړې واکمني ټینګه کړه.

امریکا د سرو زرو له ۱۲مډالونو او په ټوله کې د ۳۳ مډالونو پخپلولو دوه‌یم مقام ترلاسه کړ، چې پر وروستۍ ورځ یې د اضافي وخت له برکته د نرینه‌وو یخ هاکي پر بریا ترسره کړه.

کوربه هېواد د ژمني اولمپیک په تاریخ کې د ۳۰ مډالونه پر ګټلو مینه‌وال خوښ کړل.

دغه راز هالینډ هم د ۲۰ مډالونو او د چټک سکیټینګ په برخه کې د پام وړ هڅه نندارې ته وړاندې کړه.

جرمني، فرانسې، سویډن، جاپان او نورو هېوادونو د مډال په لښتیلیک کې ستونزمنې سیالي رامنځته کړې؛ دا یې وښودله، چې ژمني سپورټونه پر نړیواله کچه ورځ تر بلې ژوریږي او د سیاليو ډګر پراخوي.

د ۹۲ هېوادونو لوبغاړو د میلان-کورتی‌نا په لوبو کې ګډون درلود، چې ورسره د تجربه لرونکو اتلانو او ځوانو راڅرګندیدونکو استعدادونو زړه‌راکښونکی جوړښت نندارې ته وړاندې شو.

International Sports

سپینه ماڼۍ به د راتلونکو یو‌اف‌سي سیالیو کوربه وي

ټرمپ په نورفولک سمندري هوايي اډه کې د خبرو پرمهال د امریکا سمندري ځواکونو د دوه‌سوه‌پنځوسمې کلیزې له نمانځلو خبر ورکړ.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې راروانې یو‌اف‌سي رزمي سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د جون پر ۱۴ چې د هغه د زوکړې له اتیایمې کلیزې سره برابره ده؛ په سپینه ماڼۍ کې تر سره شي.

ټرمپ په نورفولک سمندري هوايي اډه کې د خبرو پرمهال د امریکا سمندري ځواکونو د دوه‌سوه‌پنځوسمې کلیزې له نمانځلو خبر ورکړ.

د رزمي یو‌اف‌سي رییس ډانا وایټ د ټرمپ نږدې ملګری دی او ټرمپ د دې سپورټ مینوال هم د خپلې سیاسي اډې برخه ګڼي. ویل کیږي، چې یو‌اف‌سي به د سپینې‌ماڼۍ د جنوبي چمن د بدلولو لپاره شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر ولګوي.

ټرمپ له ولسمشر کېدو راپدېخوا ډېر ځلې د یو‌اف‌سي په غونډو کې برخه اخیستې او د دې سپورټ پخوانی لېوال دی.

Continue Reading

International Sports

راشد خان په ۱۰۰‌توپونو لوبه کې د ښې ځلېدا تر څنګ دغوره لوبغاړي له نوم هم برخمن شو

د چارشنبې پر ورځ(د زمري پېنځلسمه / د اګست شپږمه) د کابل پر وخت د شپې پر ۹:۳۰ به مانچسټر اوریجنلز په اماراتو اولډ ټرافورډ لوبغالي کې له ساوټرن بریو لوبډلې سره ولوبیږي.

Published

on

Invincibles Rashid Khan Hundred

د ۲۰۲۵ کال ‌‌۱۰۰‌توپونو سیالۍ د لنډن په تاریخي لرډز لوبغالي کې پیل او اوول انوینسیبلز لوبډلې د لنډن سپېریټ پر وړاندې پرېکنده بریا خپله کړه.

په دې لوبه کې د افغانستان کرکټ چټک نومیالی ستوری راشد خان پخپلو نه ستړېکېدونکو هڅو د ډګر د غوره لوبغاړي نوم ترلاسه کړ.

راشد خان له توپ سره د پام وړ وبرېښېد او په ۲۰ توپونو کې یې یوازې ۱۱ منډې جوړې کړې؛ ۳ سیال لوبغاړي یې وسوځول او د ۳ نورو توپونو پر کپولو د ډګر ښه ځلېدونکی لوبغاړی هم شو.

په دې لوبه کې لنډن سپېریټ لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه. د سیالې لوبډلې پر وړاندې یې په ۹۴ بالونو کې یوازې ۸۰ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځول شول.

اشټون ټرنر پر ۲۱ منډو د لنډن لوبډلې غوره لوبغاړی و.

راشد خان او سام کرن دواړو د درې – درې ویکټو پر اخیستلو د سیالې لوبډلې په له پښو غورځولو کې  مهم رول ولوباوه.

د لوبډلمشر سام بیلینګز پر مشرۍ اوول انوینسیبلز لوبډلې وکولی شول، چې د ۸۱ منډو هدف پوره او پر پاتې ۳۱ توپونو ځان بري ته ورسوي.

دې بریا نه یوازې د اوول لوبډلې د پیل پیاوړتیاې وښوده، بلکې یو ځل بیا یې د نړۍ پر کچه د راشد خان هڅه او وړتیا هم نندارې ته وړاندې کړه.

د ۲۰۲۵ کال د ۱۰۰توپونو کرکټ ټورنمنټ یا سیالۍ ۸ لوبډلې لري، چې لومړۍ لوبه یې تېره شپه (د زمري پر دیارلسمه / د اګست پر پېنځمه پیل شوه او د وږي تر نهمې / د اګست تر ۳۱ پورې به په انګلستان کې روانې وي.

د چارشنبې پر ورځ(د زمري پېنځلسمه / د اګست شپږمه) د کابل پر وخت د شپې پر ۹:۳۰ به مانچسټر اوریجنلز په اماراتو اولډ ټرافورډ لوبغالي کې له ساوټرن بریو لوبډلې سره ولوبیږي.

په ټول افغانستان کې د کرکټ مینه‌وال کولی شي دا ټورنمنټ یا سیالۍ پر ژوندۍ او قانوني بڼه له آریانا ټلویزیون ATN څخه وګوري.

Continue Reading

International Sports

سنرایزرز لوبډله پر زړه‌راکښونکې توپ‌وهنې د راجستان رویالز پر وړاندې بریالۍ شوه

سنرایزرز لوبډلې په راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې د رویالز پر وړاندې پر ۴۴ منډو بریا ترلاسه کړه.

Published

on

د یکشنبې پر ورځ د کرکټ مینه‌والو ته دوه پر زړه پورې لوبې وړاندې شوې؛ په ځانګړې توګه هغه لوبه، چې سنرایزرز حیدرآباد د راجستان رویالز پر وړاندې په خپله لوبه کې د توپ‌وهنې زور په ډاګه کړ.

سنرایزرز لوبډلې په راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې د رویالز پر وړاندې پر ۴۴ منډو بریا ترلاسه کړه.

دا بریا د ایشان کیشن د زړه راښکونکې سلیزې له کبله وه، چې د هغه بې ساري ۱۰۶ منډې د سان‌رایزرز د بیټینګ برید بنسټ و.

د کیشن ښه سلیزه د تندر په څېر پر ننداریز غږ بشپړه شوه.

سنرایزرز له سیالې لوبډلې راجستان رویالز څخه لوبه ۲۸۸ منډو وګټله.

د ورځې په دوه‌یمه لوبه کې چینای سوپر کینګز د ممبي انډینز سره مخ شوه او د ممبي انډینز پر وړاندې یې د څلورو ویکټو پر توپیر بریا ترلاسه کړه.

د دوشنبې لوبه

څلورمه لوبه به د دوشنبې پر ورځ د مارچ پر څلیریشتمه، د ډاکټر راجا شیکرا ریډي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي، چې په کې به ډیلي کیپیټلز د لکنو سوپر جایانټز سره مخ کیږي.

آریانا ټلویزیون به لوبه په ټول افغانستان کې پر ژوندۍ بڼه خپره کړي، چې مینه‌وال یې وکولی شي د کابل پر وخت له ۶:۱۵ څخه د لوبې لیدلو لپاره سره همغږي شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!