International Sports
راشد خان په ۱۰۰توپونو لوبه کې د ښې ځلېدا تر څنګ دغوره لوبغاړي له نوم هم برخمن شو
د چارشنبې پر ورځ(د زمري پېنځلسمه / د اګست شپږمه) د کابل پر وخت د شپې پر ۹:۳۰ به مانچسټر اوریجنلز په اماراتو اولډ ټرافورډ لوبغالي کې له ساوټرن بریو لوبډلې سره ولوبیږي.
د ۲۰۲۵ کال ۱۰۰توپونو سیالۍ د لنډن په تاریخي لرډز لوبغالي کې پیل او اوول انوینسیبلز لوبډلې د لنډن سپېریټ پر وړاندې پرېکنده بریا خپله کړه.
په دې لوبه کې د افغانستان کرکټ چټک نومیالی ستوری راشد خان پخپلو نه ستړېکېدونکو هڅو د ډګر د غوره لوبغاړي نوم ترلاسه کړ.
راشد خان له توپ سره د پام وړ وبرېښېد او په ۲۰ توپونو کې یې یوازې ۱۱ منډې جوړې کړې؛ ۳ سیال لوبغاړي یې وسوځول او د ۳ نورو توپونو پر کپولو د ډګر ښه ځلېدونکی لوبغاړی هم شو.
په دې لوبه کې لنډن سپېریټ لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د سیالې لوبډلې پر وړاندې یې په ۹۴ بالونو کې یوازې ۸۰ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځول شول.
اشټون ټرنر پر ۲۱ منډو د لنډن لوبډلې غوره لوبغاړی و.
راشد خان او سام کرن دواړو د درې – درې ویکټو پر اخیستلو د سیالې لوبډلې په له پښو غورځولو کې مهم رول ولوباوه.
د لوبډلمشر سام بیلینګز پر مشرۍ اوول انوینسیبلز لوبډلې وکولی شول، چې د ۸۱ منډو هدف پوره او پر پاتې ۳۱ توپونو ځان بري ته ورسوي.
دې بریا نه یوازې د اوول لوبډلې د پیل پیاوړتیاې وښوده، بلکې یو ځل بیا یې د نړۍ پر کچه د راشد خان هڅه او وړتیا هم نندارې ته وړاندې کړه.
د ۲۰۲۵ کال د ۱۰۰توپونو کرکټ ټورنمنټ یا سیالۍ ۸ لوبډلې لري، چې لومړۍ لوبه یې تېره شپه (د زمري پر دیارلسمه / د اګست پر پېنځمه پیل شوه او د وږي تر نهمې / د اګست تر ۳۱ پورې به په انګلستان کې روانې وي.
د چارشنبې پر ورځ(د زمري پېنځلسمه / د اګست شپږمه) د کابل پر وخت د شپې پر ۹:۳۰ به مانچسټر اوریجنلز په اماراتو اولډ ټرافورډ لوبغالي کې له ساوټرن بریو لوبډلې سره ولوبیږي.
په ټول افغانستان کې د کرکټ مینهوال کولی شي دا ټورنمنټ یا سیالۍ پر ژوندۍ او قانوني بڼه له آریانا ټلویزیون ATN څخه وګوري.
International Sports
فرانسې سنګال ته ۳–۱ ماتې ورکړه؛ امباپي د ګولوهنې ملي ریکارډ جوړ کړ
امباپي دوه ګولونه ووهل او له دې سره یې د ملي لوبډلې لپاره د خپلو ګولونو شمېر ۵۸ ته ورساوه.
فرانسې په ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام سیالۍ کې سنګال ته ۳ د ۱ پر توپیر له ماتې ورکولو سره سیالي پیل کړه او لوبډلمشر کیلیان امباپه نوی ریکارډ جوړ کړ.
امباپي دوه ګولونه ووهل او له دې سره یې د ملي لوبډلې لپاره د خپلو ګولونو شمېر ۵۸ ته ورساوه.
هغه د فرانسې د تاریخ د تر ټولو ډېرو ګول وهونکو د پخواني ریکارډ څښتن له شمېرې واوښت.
د ریال مادریډ دې ستوري د لوبې په دوهیمه نیمايي کې لومړی ګول وکړ او وروسته یې د لوبې په وروستیو شېبو کې پر یوه ښکلي ګوزار د خپلې لوبډلې بریا پخه کړه. د فرانسې بل ګول بدیل لوبغاړي براډلي بارکولا وواهه.
سره له دې، چې فرانسې پر څرګند توپیر بریا خپله کړه؛ خو په لومړۍ نیمايي کې یې ښه لوبه ونهکړه او د لوبې د بهیر په موندلو کې له ستونزو سره مخ وه. سنګال څو خطرناک فرصتونه رامنځته کړل او د ګول وهلو تر پولې ورسېد؛ خو نیکولاس جکسن او اسماعیل سار ونهتوانېدل له دغو فرصتونو ګټه واخلي.
فرانسه د لوبې په دوهیمه نیمايي کې بشپړه بدله لوبډله ښکارېده. مایکل اولیس په دې بدلون کې مهم رول ولوباوه او د خپلو نوښتګرو لوبو پر مټ یې د فرانسې بریدونو ته تازه ساه ورکړه. امباپي پخپل رسا ګوزار د سیالې لوبډلې دروازه پرانیسته او بارکولا میدان ته له دننهکېدا وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ د ګولونو واټن زیات کړ.
سنګال په اضافي وخت کې د ابراهیم مبایه پر ګول د بېرته راګرځېدا هیله پیدا کړه؛ خو امباپي څو شېبې وروسته له لرې واټنه پر یوه ښکلي ګوزار بیا ګول وکړ او خپله یادګاري شپه یې نوره هم بشپړه کړه.
دې بریا فرانسې ته په I ګروپ کې درې اړینې نمرې ورکړې او د اتلولۍ د یوه مخکښ مدعي دریځ یې نور هم پیاوړی کړ. که څه هم د ډیډیه ډيشان لوبډلې په لومړۍ نیمايي کې ځینې کمزورۍ وښودې؛ خو په دوهیمه نیمايي کې یې بریدیز ځواک د لوبې برخلیک وټاکه.
International Sports
نړیوال جام؛ تونس د سویډن له درندې ماتې وروسته اروه رنار نوی روزونکی وټاکه
د تونس ملي لوبډلې د جون پر څوارلسمه( یکشنبه) د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې له سویډن سره سیالي وکړه؛ خو ۵ د ۱ پر توپیر یې ماتې وخوړه. دا لوبه د F ګروپ په چوکاټ کې ترسره شوه؛ هغه ګروپ، چې نډرلېنډ او جاپان هم په کې دي.
تونس د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې له سویډن څخه ۵ پر ۱ درندې ماتې وروسته صبري لاموشي د روزونکي له دندې ګوښه او نامتو فرانسوی روزونکی اروه رنار یې د هغه پر ځای وټاکه.
د تونس ملي لوبډلې د جون پر څوارلسمه( یکشنبه) د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې له سویډن سره سیالي وکړه؛ خو ۵ د ۱ پر توپیر یې ماتې وخوړه. دا لوبه د F ګروپ په چوکاټ کې ترسره شوه؛ هغه ګروپ، چې نډرلېنډ او جاپان هم په کې دي.
د دغې ماتې له کبله تونس د خپل ګروپ د جدول وروستي ځای ته ولوېد او بل پړاو ته د دې لوبډلې د رسېدا په اړه اندېښنې زیاتې شوې. سویډن په دې لوبه کې غوره لوبه وکړه او د تونس دفاعي کمزورۍ یې څرګندې رابرسېره کړې.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د تونس فوټبال چارواکو له دې ناهیلې کوونکې پایلې وروسته پرېکړه وکړه، چې صبري لاموشي له دندې لرې او اروه رنار د ملي لوبډلې نوی روزونکی وټاکي.
۵۷ کلن رنار د نړۍ د فوټبال له پېژندل شویو روزونکو څخه دی. هغه په ۲۰۱۲ز.کال کې زامبیا د افریقا ملتونو جام اتلولۍ ته ورسوله او درې کاله وروسته یې له عاج ساحل څخه هم همدا اتلولي وګټله.
دې فرانسوي روزونکي د مراکش، سعودي عربستان او د فرانسې د ښځو د ملي لوبډلو روزنه هم کړې ده.
د رنار ټاکنه د دې لپاره شوې، چې د تونس لوبډلې ته د راتلونکو حساسو سیالیو مخکې بېرته روحیه، نظم او پر ځان باور ور وګرځوي.
تونس د ګروپي پړاو دوه نورې لوبې هم په مخکې لري او د بل پړاو د هیلې د ژوندي ساتلو لپاره باید ښې پایلې ترلاسه کړي. دغه لوبډله به د جون پر یوویشتمه له جاپان او د جون پر بېنځهویشتمه د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې له نډرلینډ سره مخامخ شي.
له سویډن څخه دا ماتې د نړیوال جام په تاریخ کې د تونس له تر ټولو درندو ماتو څخه ګڼل کېږي او پر لوبغاړو او روزنیز پلاوي یې فشارونه زیات کړي دي.
دغه راز سویډن پهدې بریا کې له F ګروپ څخه د بل پړاو د احتمالي لوبډلو په ډله کې خپل دریځ ښه پیاوړی کړ.
تونس اوس هیله لري، چې د اروه رنار تجربه او وړتیا به د لوبډلې حالت بدل کړي او له سیالیو څخه به یې له وخت مخکې د وتلو مخه ونیسي.
په افغانستان کې د فوټبال مینهوال کولی شي د نړیوال جام سیالۍ هره ورځ پر ژوندۍ بڼه د آریانا راډیو ټلوېزیون له لارې وګوري. همدارنګه د سیالیو د مهالوېش او وروستیو خبرونو د ترلاسه کولو لپاره د آریانا ټلوېزیون او آریانا نیوز ټولنیزې پاڼې وڅاري.
International Sports
۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام؛ اسټرالیا ترکیې ته ۲ -۰ ماتې ورکړه
د اسټرالیا دوهیم ګول د لوبې په پېنځهاویاایمه دقیقه کې مټکالف د جزا له ساحې بهر یوه پیاوړی شوټ وواهه او د خپلې لوبډلې بریا یې یقیني کړه.
د اسټرالیا فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نړیوال جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه بریالۍ پیل کړه او د منظمې لوبې او اغېزناکو ځوابي بریدونو پر مټ یې ترکیې ته ۲ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه او په D ګروپ کې یې بریالی پیل ثبت کړ.
دغه لوبه د شنبې پر ورځ د کاناډا په ونکوور ښار کې ترسره شوه. په دې سیالۍ کې ۲۰ کلن لوبغاړي نیستور ایراکونونډا او کانر میټکالف ګولونه ووهل او د اسټرالیا بریا یې یقیني کړه.
په دې لوبه کې د اسټرالیا ځوان دروازهساتونکي پاټریک بیچ ښه ځلېد او پر څو مهمو غبرګونونو یې د خپلې لوبډلې دروازه خوندي وساتله او د بریا پر لوري یې ښه رول ولوباوه.
د اسټرالیا روزونکي ټوني پوپوویچ د لوبډلې په لومړني ترکیب کې زړورې پرېکړې وکړې؛ هغه تجربهلرونکی دروازهساتونکی میټیو رایان پر احتیاطي څوکۍ کېناوه او بیچ ته یې د لوبېدا فرصت ورکړ؛ هغه پرېکړه، چې په پایله کې د لوبډلې لپاره بریالۍ ثابته شوه.
سره له دې، چې ترکیه تر ډېره پر توپ واکمنه او او پرلهپسې بریدونه یې کول؛ خو د دې لوبډلې بریدګر څو ځله د بیچ له ډاډمنو ژغورنو سره مخ شو او د ګول وهلو فرصتونه یې له لاسه ورکړل.
اسټرالیا د لوبې په اتهویشتمه دقیقه کې د یوه چټک ځوابي برید پر مهال لومړی ګول وواهه. دغه برید د دروازهساتونکي له لوري پیل شو او په پای کې د یوه دقیق او اوږده پاس په وسیله ایراکونونډا یوازې له دروازهساتونکي سره مخامخ شو او د لوبې لومړی ګول یې ثبت کړ.
وروسته ترکیې د ارډا ګولر او نورو لوبغاړو په خطرناکو شوټونو د لوبې د برابرولو هڅه وکړه؛ خو د اسټرالیا د دروازهساتونکي ځلندې لوبې د مساوي ګول مخه ونیوله.
د اسټرالیا دوهیم ګول د لوبې په پېنځهاویاایمه دقیقه کې مټکالف د جزا له ساحې بهر یوه پیاوړی شوټ وواهه او د خپلې لوبډلې بریا یې یقیني کړه.
ایراکونونډا له لوبې وروسته وویل: «ډېر ښه احساس لرم. له روزنیز پلاوي او هېوادوالو له ملاتړ څخه مننه کوم.»
دغه ځوان لوبغاړی له دې ګول سره د نړیوال جام په سیالیو کې د اسټرالیا د نرینهوو د ملي لوبډلې په تاریخ کې تر ټولو ځوان ګولوهونکی شو.
د دې ګروپ په بله لوبه کې امریکا پاراګوای ته ۴- ۱ ماتې ورکړې او د جدول په سر کې ځای لري.
-
سوداگري4 days agoد امریکا او ایران له هوکړې وروسته د سرو زرو بیه لوړه شوه
-
نړۍ4 days agoپه فرانسه کې د جي۷ سرمشریزه د امریکا او ایران د هوکړې له اعلان سره هممهاله ترسره شوه
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان او پاکستان دې د کړکېچونو له زیاتېدا ډډه وکړي – بریټانیا
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoهوکړې ته د امریکا او ایران د نږدېوالي راپورونه؛ د لاسلیک نېټه اوس هم ناڅرګنده ده
-
تازه خبرونه3 days agoد ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت یو کال وغځاوه
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره ۱۵ زره کیلومټره سفر؛ ملګرو ملتونو افغانستان ته د خوراکي مرستو د رسولو له ننګونو پرده پورته کړه
-
تازه خبرونه4 days agoد ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې لګول پر ځای کړنه وه – شهباز شریف
-
سوداگري4 days agoایراني پانګوال د افغانستان کانونو ته لېواله شول؛ کابل له بهرنیو پانګونو هرکلی وکړ
