International Sports
سپینه ماڼۍ به د راتلونکو یوافسي سیالیو کوربه وي
ټرمپ په نورفولک سمندري هوايي اډه کې د خبرو پرمهال د امریکا سمندري ځواکونو د دوهسوهپنځوسمې کلیزې له نمانځلو خبر ورکړ.
ټرمپ په نورفولک سمندري هوايي اډه کې د خبرو پرمهال د امریکا سمندري ځواکونو د دوهسوهپنځوسمې کلیزې له نمانځلو خبر ورکړ.
د رزمي یوافسي رییس ډانا وایټ د ټرمپ نږدې ملګری دی او ټرمپ د دې سپورټ مینوال هم د خپلې سیاسي اډې برخه ګڼي. ویل کیږي، چې یوافسي به د سپینېماڼۍ د جنوبي چمن د بدلولو لپاره شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر ولګوي.
ټرمپ له ولسمشر کېدو راپدېخوا ډېر ځلې د یوافسي په غونډو کې برخه اخیستې او د دې سپورټ پخوانی لېوال دی.
International Sports
ټوټنهام او چارلټن؛ آریانا ټلویزیون افغان مینهوالو ته د ایافال جام لوبه خپروي
دواړه لندنۍ لوبډلې د ایافال جام په دوهیم پړاو لوبه کې سره مخامخ کېږي؛ ټوټنهام هڅه کوي بل پړاو ته لار ومومي، خو چارلټن غواړي د انګلستان د غوره لیګ پر سیالې لوبډلې بریا خپله کړي.
د افغانستان فوټبال مینهوال کولی شي نن( چارشنبه د وږي څلورمه / د اګست شپږویشتمه) د کابل پر وخت د شپې ۱۱:۱۵ له آریانا ټلویزیون څخه د ټوټنهام هاټسپر او چارلټن اټلټیک لوبه پر ژوندۍ بڼه وګوري.
دواړه لندنۍ لوبډلې د ایافال جام په دوهیم پړاو لوبه کې سره مخامخ کېږي؛ ټوټنهام هڅه کوي بل پړاو ته لار ومومي، خو چارلټن غواړي د انګلستان د غوره لیګ پر سیالې لوبډلې بریا خپله کړي.
ټوټنهام د کاغذ پر مخ د دې لوبې غوره لوبډله بلل کېږي او په غوره لیګ کې د دې لوبډلې تجربه ښايي د سیالۍ په ګټلو کې ورسره مرسته وکړي؛ خو د جام سیالۍ د ناڅاپي پایلو لپاره هم مشهورې دي او چارلټن له هر رامنځته شوي فرصت څخه د ګټې اخیستو هڅه وکړي.
دا لوبه ټوټنهام ته د دې پړاو په پیل کې د ډېرې همغږۍ او بریاوو د لړۍ د رامنځته کولو بل فرصت برابروي. په داسې حال کې، چې چارلټن به له دې لوبې د انګلستان له یوه ستر کلب سره د خپلې وړتیا د ازمېښت لپاره کار واخلي.
ایافال جام د انګلستان فوټبال په بېلابېلو کچو کې د لوبډلو لپاره د اتلولۍ د ګټلو له مهمو لارو څخه دی او لوبډلې هڅه کوي له هر پړاو څخه تېرې شي او د ویمبلي لوبغالي تر پایلوبې ځان ورسوي.
افغان فوټبال مینهوال کولی شي نن شپه د کابل پر وخت له ۱۱:۱۵ څخه د آریانا ټلویزیون له لارې د ټوټنهام هاټسپر او چارلټن اتلټیک لوبه پر ژوندۍ بڼه وګوري.
International Sports
فیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ریکارډ جوړوونکو عملیاتو بېلابېل اړخونه څرګند کړل
د ۴۸ لوبډلو نړیوال جام په کاناډا، مکسیکو او امریکا کې ۳۹ ورځې روان و. په دغو سیالیو کې ۱۰۴ لوبې د ۱۶ کوربه ښارونو په لوبغالو کې ترسره شوې.
د فوټبال نړیوال فډراسیون(فیفا) د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام د تنظیم او ترسره کېدا په اړه بېلابېل اړخونه څرګند کړي او دغه سیالۍ یې د تاریخ تر ټولو ستره سپورټي پېښه بللې ده.
د ۴۸ لوبډلو نړیوال جام په کاناډا، مکسیکو او امریکا کې ۳۹ ورځې روان و. په دغو سیالیو کې ۱۰۴ لوبې د ۱۶ کوربه ښارونو په لوبغالو کې ترسره شوې.
د فیفا د څرګندونو له مخې، ۱۲۴۸ لوبغاړو په دې سیالیو کې ګډون کړی و او د لوبغالو ټولیز حضور له ۶.۸ میلیون اوښتی و.
فیفا ویلي، د دغو سیالیو ترسره کول بېساری عملیاتي او لوژستیکي بهیر و. د شمالي امریکا پر کچه ۶۴۵ رسمي مرکزونه فعال ول او نږدې ۳۰۰ زره تصدیق شویو کسانو د سیالیو په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کولې.
له ۴۳ زره ډېر رضاکاران، ۷۳زره او ۷۰۰ امنیتي پرسونل او د ۱۰۴ هېوادونو ۲۵۰۰ د فیفا کارکوونکو د سیالیو د منظمو ترسره کېدو لپاره کار کړی دی.
د امنیتي چارو په برخه کې له یو میلیون څخه ډېر کاري پړاوونه ترسره شوي او د تصدیق سیسټمونو د سیالیو په بېلابېلو ځایونو کې له پېنځه میلیون ډېر ثبتونه او پلټنې ترسره کړې دي.
د درې هېوادونو ترمنځ د لوبډلو او چارواکو تګ راتګ هم ستره لوژسټیکي ننګونه وه. فیفا د سیالیو پر مهال د لوبډلو ۱۱زره او ۳۳۷ ځله تګ راتګ ثبت کړی دی.
همداراز د لوبغالو او چمتووالي ډګرونو لپاره شاوخوا ۳۰۰زره مټرمربع ځانګړی چمن کارول شوی دی.
د رسنیو فعالیتونه هم په پراخه کچه ترسره شوي دي.
د امریکا د ډالاس په ښار کې د خپرونو نړیوال مرکز د نړیوال ټلویزیوني پوښښ اصلي مرکز و. د تولید ډلو نږدې پېنځه زره کامرې کارولي او له ۲۴زره ډېر بېلابېل مطالب یې چمتو کړي، چې ټولې لوبې نړیوالو لیدونکو ته ورسوي.
فیفا د مینهوالو د خدمتونو او د لوبغالو د فعالیتونو شمېر هم خپور کړې دي.
د سیالیو پر مهال په لوبغالو کې نږدې ۶۷۵زره هاټډاګونه، له ۴.۶ میلیون ډېر نرم څښاک او بوتلي اوبه پلورل شوې دي.
له لوبغالو بهر د فیفا د مینهوالو جشنونو ته په شمالي امریکا کې له ۹ میلیون ډېر کسان ورغلي دي. همداراز د «له تګ مخکې پوه شئ» تر سرلیک لاندې د معلوماتي پروګرام له لارې تر ۲۳۰۰ ډېر واټساپ پیغامونه او ۷.۷ میلیون برېښنالیکونه مینهوالو ته لېږل شوي دي.
فیفا ویلي، دغه شمېر د پراخ شوي نړیوال جام د تنظیم د کچې او پېچلتیا یوه انځور وړاندې کوي. د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې، دا لومړني اړخونه دی او په راتلونکو میاشتو کې به نور معلومات او عملیاتي جزئیات هم خپاره شي.
International Sports
انګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ
انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګولوهونکي وه.
د انګلستان فوټبال ملي لوبډلې فرانسې ته ۶ ـ ۴ ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ز.کال د فوټبال نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ.
انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګولوهونکي وه.
ساکا وروسته د لوبې په اووهاتیاایمه دقیقه کې له پنالټۍ خپل درېیم ګول هم وواهه او هټټریک یې بشپړ کړ.
د فرانسې لپاره کیلیان امباپه په دوهیمه نیمايي کې دوه ګولونه ووهل او په دې نړیوال جام کې یې د خپلو ګولونو شمېر ۱۰ ته ورساوه. برادلي بارکولا هم د فرانسې لپاره یو ګول وکړ.
عثمان ډیمبلي د اضافي وخت په شپږمه دقیقه کې د فرانسې څلورم ګول وواهه؛ خو له هغه وروسته جوډ بلېنګهم د انګلستان شپږم ګول د فرانسې دروازې ته واستاوه.
امباپه د آرجنټاین له ستوري لیونېل میسي څخه په دوه ګولونو ډېر د روان نړیوال جام د غوره ګولوهونکو په سر کې ځای لري.
نوموړی همداراز له میسي څخه په یو ګول ډېر د نړیوال جام د تاریخ د غوره ګولوهونکو په جدول کې هم مخکښ دی. په داسې حال کې، چې میسي د یکشنبې د ورځې په پایلوبه کې د اسپانیې پر وړاندې د لوبېدا لپاره چمتووالی نیسي.
-
لوبی3 days agoپه افغانستان اتلانو لیګ کې ابومسلم فراه ۴ – ۰ او عمر ځواک ۳ -۱ بریاوې ترلاسه کړې
-
تازه خبرونه2 days agoد ایران پولې ته نږدې ۱۷ افغان کډوال له تندې مړه شوي
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې کومه بهرنۍ ډله شتون نهلري – اسلامي امارت
-
نړۍ5 days agoپه یمن کې د حوثیانو پرمختګ؛ امریکا له نوې ستونزې سره مخ ده
-
تازه خبرونه2 days agoسېلابونو زرګونه کورنۍ زیانمنې کړي؛ له افغان ماشومانو سره د مرستې روانې هڅې
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه
-
تازه خبرونه2 days agoد لاهور سترې محکمې د طب ۱۳ افغان زدهکړیالانو د ایستلو پرېکړه وځنډوله
-
لوبی3 days agoفاروقخان احمدزي په نړیوال کرکټ ډګر کې اووم افغان لوبڅار شو
