لوبی
راشد خان پر ۳ شپږیزو ګجرات لوبډلې ته لوبه وګټله

په هند غوره لیګ کې د افغانستان راشد خان په وروستي آور کې ۳ شپږیزې ووهلې، چې ناممکنه لوبه یې وګټله ګجرات ټایټینز لپاره وګټله
د هند په غوره لیګ سیالیو کې تېره شپه (چارشنبه د غویی ۷ ) د سانرایز حیدرآباد لوبډلې پر وړاندې د راشد خان په زړه پورې توپ وهنه په ۴ توپونو کې د ۳ شپږیزو پر وهلو د ګجرات لوبډلې ته د پام وړ بریا ور پر برخه کړه.
د هند غوره لیګ په سیالیو کې د ګجرات لوبډله په لومړي ځل له لوبې برخمنه شوې، چې له راشد خان سره یې د پېنځلس کروړه هندي کالدارو په بدل کې تړون لاسلیک کړی دی.
هغه په وروستيو دوه توپونو کې ۲ شپږیزې ووهلې، چې د بریا لپاره یې د ۹ منډو اړتیا وه.؛ خو د وروستي آور پر ۴ توپونو یې لوبډله ټاکل شوې موخې ته ورسوله.
لوبی
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د ۵۰ اوریزو سیالیو په درې اړخیزه لړۍ کې د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې وخوړه.
دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې ترسره شوه.
د لوبې پچه سريلانکا وګټله؛ خو په خپله یې د توپاچونې پرېکړه وکړه او افغان ابدالیانو یا الف لوبډلې ته یې د توپوهنې یا بېټېنګ بلنه ورکړه.
افغان الف لوبډلې د سريلانکا الف لوبډلې ته په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اته ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۲۹ منډې هدف ټاکلی و، چې سريلانکا د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو په ۳۹ اوورنو کې هدف پوره کړ.
افغانستان مخکې له دې په دې لړۍ کې یوه لوبه د ایرلینډ پر وړاندې او بله د سریلانکا پر وړاندې بایللې وه.
سريلنکا ټولټال څلور لوبې کړي او څلور واړه یې ګټلې دي. له دې سره دې لوبډلې اته امتیازه ترلاسه کړي او د ۵۰ اږریزو لوبو د جدول په سر کې ځای لري.
افغانستان او ایرلنډ له څلورو لوبو یوازې یوه یوه ګټلې او دواړه دوه دوه امیازه لري.
دا لوبې په ابوظبۍ کې د افغانستان په کوربهتوب روانې دي؛ پایلوبه به د راروانې جمعې پر ورځ( د غویی پېنځمه / د اپرېل پېنځهویشتمه) ترسره شي.
لوبی
افغانستان د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه
افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې د لوبېدا وړتیا ترلاسه کړه.
افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.
له ۱۹ کلنو د ټیټ عمره ځوانانو کرکټ نړیوال جام به راتلونکي کال په نامیبیا او زیمبابوې کې ترسره شي.
لوبی
له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه
په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې نن (چارشنبه) متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د آسیا له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې یې خپله د نه ماتې لړۍ خوندي کړه.
په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.
دا د سیمې په غوراوي سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.
له دې مخکې افغانستان هانګ کانګ او عمان ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړې ده.
ټاکل شوې، چې د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډله د شنبې پر ورځ (د اپریل نولسمه) د کوربه لوبډلې نیپال سره مخ شي. دا به د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه وي.
د وروستۍ لوبې ګټونکی به ډېر احتمال ولري، چې د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو په ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام کې خبله ونډه خوندي کړي.
-
تازه خبرونه3 days ago
آریانا هوايي شرکت چین ته د اوونیزو الوتنو له زیاتېدا خبر ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران او امریکا له خبرو اترو وروسته د عمان سلطان مسکو ته سفر کوي
-
تازه خبرونه2 days ago
د افغانستان لپاره د امریکا نوې استازې یوه افغانيالاصله میرمن غوره شوه
-
تازه خبرونه4 days ago
پاکستان له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا نږدې یومیلیون افغان کډوال جبري ایستلي
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل
-
نړۍ4 days ago
په ټوله امریکا کې زرګونو لاریون کوونکو د ټرمپ پر ضد لاریون وکړ
-
تازه خبرونه2 days ago
په روسیه کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کېږي
-
لوبی19 hours ago
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه