تازه خبرونه

رباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې ونومول شوه

د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر ویلي، رباب فاطمه د روزا اوتونبایوا ځای ناستې ده او په ملکي خدمتونو او ډیپلوماسۍ کې له ۳۰ کلونو ډېره تجربه لري.

Published

on

 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د چارشنبې پر ورځ بنګلدېشۍ ډیپلوماټه رباب فاطمه د افغانستان لپاره خپله نوې ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) مشره وټاکله.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر ویلي، رباب فاطمه د روزا اوتونبایوا ځای ناستې ده او په ملکي خدمتونو او ډیپلوماسۍ کې له ۳۰ کلونو ډېره تجربه لري.

د خبرپاڼې له مخې، نوموړې اوس‌مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې او د لږو پرمختللو، د وچو او کوچنیو ټاپوییزو هېوادونو لپاره د دې ټولنې د لوړې استازې په توګه دنده ترسره کوي.

رباب فاطمه له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ز.کال پورې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د بنګلدېش د دایمي استازې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

ملګرو ملتونو تر اوسه افغانستان کې د نوموړې د ماموریت د پیل نېټه نه‌ده اعلان کړې.

Trending

Exit mobile version