تازه خبرونه
رسنۍ دې خپلې خپرونې د ملي او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ جاري وساتي
دا مهال په هېواد کې ۴۷۰ رسنۍ فعالې دي، چې ۸۴ ټلویزیوني سټیشنونه، ۲۷۳ راډیوګانې، ۵۷ خبري آژانسونه او ۵۲ چاپي رسنۍ دي او ۲۴۵ ښځینه خبریالانې پدې رسنیو کې کار کوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریال د ملي ورځې په مناسبت ويلي، چې رسنۍ باید خپلې خپرونې له ملي ارزښتونو او اسلامي اصولو پر بنسټ جاري وساتي.
په افغانستان کې د ژورنالیستانو ملي ورځ هر کال د حوت پر اووهویشتمه نمانځل کیږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارتویاند خبیب غفران د خبریال د ملي ورځې په مناسبت ټینګار کوي، چې د رسنیو اوسنی وضعیت مناسب دی او دا وزارت په بېلابېلو سکټورونو کې له رسنیو ملاتړ ته ژمن دی.
خبریالان وايي، چې دقیقو او پر وخت معلوماتو ته د لاسرسي نشتوالي او محدودیتونو په هېواد کې د رسنیو کار له ننګونو سره مخ کړی دی.
دوی غواړي، چې خبریالان پخپل وخت معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي.
د رسنیو ځینې ملاتړې ټولنې د معلوماتو په خپرولو کې دقیقو او پر وخت معلوماتو ته د لاسرسي حق مهم ګڼي او وايي، چې د خبریالانو لپاره باید غوره کاري چاپېریال برابر شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له رسنیو غواړي، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو پر بنسټ جاري وساتي.
دا مهال په هېواد کې ۴۷۰ رسنۍ فعالې دي، چې ۸۴ ټلویزیوني سټیشنونه، ۲۷۳ راډیوګانې، ۵۷ خبري آژانسونه او ۵۲ چاپي رسنۍ دي او ۲۴۵ ښځینه خبریالانې پدې رسنیو کې کار کوي.
