تازه خبرونه

روانې جګړې له ۷۰۰۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځایه کړي – چارواکي

Published

on

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکیو چارو وزارت ویلي؛ په هېواد کې د روانو جګړو له کبله ۷۰۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي.

ملت ته د دولت د ځواب ورکولو په بهیر کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې دغو بېځایه شویو کدوالو ته د نړیوالو بنسټونو لخوا د مرستو رسولو لړۍ هم پیل شوې ده.

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکیو چارو وزیر نورالرحمان اخلاقي په دې اړه ویلي؛ له ۱۷ زره ډېر کډوال د حکومت تر پوښښ لاندې راغلي او له هرې کورنۍ سره ۱۵۰۰۰ افغانۍ مرسته کیږي. پاتې نورو ته نړیوالو بنسټونو خپلاې مرستې رسولي دي.

ځینې بېځایه شوې کورنۍ وایي، چې تر اوسه د حکومت له مرستو ندي برخمن شوي.

محمد قاسم نومی، چې له شاوخوا درې کلونو راپدیخوا د جګړو له کبله کابل ته راغلی وایي؛ هغه د خپلې کورنۍ له یوولس غړیو سره د کابل په یوه ناحیه کې ژوند کوي. دواړه پېښې یې په جګړه کې ژوبلې شوي دي؛ اته کلن زوی یې پر درندو کارونو اخته او د ټولې کورنۍ مسوولیت ور پر غاړه دی.

په داسې حال کې، چې حکومت د ژمنیو مرستو د بهیر د پیل خبره کوي؛ خو بېځایه شوې کورنۍ پر هغه څه نیوکه کوي، چې دوي یې د حکومت بې پامي بولي.

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، په تېرو اتلس کلونو کې شاوخوا څلور میلیون کسان د جګړو له کبله پر کوردننه بېځایه شوي دي.

Trending

Exit mobile version