سیمه ییز خبرونه
روسيه له افغانستان سره د سياسي او امنيتي اړيكو پياوړتيا غواړي
پرمهال ژمنه وكړه، چې:
له افغا نستان سره به پر اقتصادي همكاريو سربېره په سياسي او امنيتي برخو كې هم خپلې اړيكې پياوړې كړي.
د تاجكستان ولسمشر هم پر دوه اړخيزو اقتصادي همكاريو ټيگار وكړ او ژمنه يي وكړه، چې:
د دواړه هېوادونو ترمنځ به د اقتصادي پراختيا په برخه كې زياتي هڅې وكړي.
د روسيې ولسمشر په تاجكستان كې د افغانستان، تاجكستان، پاكستان او روسيې ترمنځ د څلور اړخيزې ناستې پر مهال له افغان ولسمشر حامد كرزي سره په يوه ځانگړې ناسته كې اعلام وكړ:
” مونږ چمتووالى لرو، چې له افغانستان سره پر اقتصادي برخو سربېره په سياسي، امنيتي اونورو بشري برخو كې خپلې همكارۍ پياوړې كړو.”
لدې سره هممهاله افغان ولسمشر هم د روسي چارواكو د دغې پرېكړې هركلى وكړ اوزياته يي كړه، چې:
بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ همكاري پياوړې شي.
نوموړي همداراز د تاجكستان له ولسمشر سره هم د كتنې په ترڅ كې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي پراختيا پر يو شمېر پروژو خبرې وكړې.
په دغه څلور اړخيزه غونډه كې افغان ولسمشر حامد كرزي د پاكستان له ولسمشر آصف عالي زرداري سره هم وكتل او ترريستان يي په دوړاه هېوادونو كې د پرمختگونو په وړاندي ننگونه ونومول.
افغان ولسمشر حامد كرزي له خپل پاكستاني سيال سره د ليدنې پر مهال زياته كړه، چې:
هغه ترو ريستان، چې افغانستان پاكستان او نړۍ سولې او اثبات ته خطر پېښوي، بايد پر وړاندې يې مبارزه وشي او همدا راز د پاكستان لوري هم د تل په څېر ژمنه وكړه ، چې هېواد به يې له ترهگرۍ سره خپلې مبارزې ته دوام وركوي.
