تازه خبرونه

روسیه لېواله ده، چې افغانستان د شانګهای ټولنې د څارونکي غړیتوب بیا ترلاسه کړي

ارګ د سرګې شویګو د څرګندونو له مخې، چې د یوه پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغلی لیکلي: په دې کتنه کې نوموړي ویلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ، ټرانسپورټ، صنعت،برښنا، کانونه او کرنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې بنسټیزې پروژې پلي کړي.

Published

on

د روسیې فډراسیون د امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو د افغانستان د بریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي؛ روسیه غواړي، چې نه یوازې د مسکو او کابل ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې شي، بلکې دا هېواد لېواله دی، چې افغانستان یو ځل بیا د شانګهای ټولنې غړی شي. 

ارګ د سرګې شویګو د څرګندونو له مخې، چې د یوه پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغلی لیکلي: په دې کتنه کې نوموړي ویلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ، ټرانسپورټ، صنعت،برښنا، کانونه او کرنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې بنسټیزې پروژې پلي کړي.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې سیاسي او امنیتي پرمختګونو روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله کړي دي.

Trending

Exit mobile version