تازه خبرونه
له افغانستان څخه د ډېرو کارګرانو منلو ته چمتو نهیوو – روسیه
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ریانووستي خبري سرچینې ته ویلي، چې هېواد یې د امنیتي لاملونو له کبله اوس له افغانستان څخه د ډېرو کډوالو کارګرو منلو ته چمتووالی نلري.
له دې مخکې په روسیه کې د افغانستان سفیر حسنګل حسن ریانووستي ته ویلي وه؛ کابل له روسي چارواکو سره خبرې کوي، چې په ځانګړي توګه د کرنې په برخه کې د افغان کارګرانو د ګمارلو امکان وڅېړي.
کابلوف ویلي: « مونږ نشو کولی خپلې دروازې د هغو کسانو پر مخ بشپړې خلاصې کړو، چې له خپلو وړتیاوو څخه د هغوی د کنټرول لپاره ډاډمن نهوو- دا د قانون خلاف کار دی. دا مهال مونږ هیڅ ډول تضمین یا عملي میکانېزم نلرو».
د کابلوف د څرګندونو له مخې: دا خطر شته، چې که له افغانستان څخه د کډوالو راتګ په سمه توګه کنټرول نشي؛ نو شونې ده، چې په هغو کې «بېلابېل عناصر د تخریبي عناصرو » په ګډون هم راڅرګند شي.
هغه زیاته کړې : « دا امکان په راتلونکې کې شته؛ خو هر څه باید پر ډېر دقت تنظیم، سمبال او تر څارنې لاندې ونیول شي.
کابلوف ویلي، چې دا مهال په روسیه کې د افغان کاري ځواک کلنۍ ټاکل شوې ونډه (سهمیه) نږدې ۸۰ کسان دي.
دا مهال داسې کوم پروګرامونه نشته او دا وضاحت د افغانستان سفیر ته هم ورکړ شوی دی.