تازه خبرونه
روسیې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره د همکارۍ وړاندیز وکړ
د نوموړې د ټینګار له مخې؛ پاکستان او افغانستان مهم سیمهییز شریکان دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، چې روسیه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړیتوب رول لوبولو ته چمتو ده؛ ځکه، چې سیمهییز ثبات د روسیې او نړیوالې ټولنې لپاره یو اړین لومړیتوب دی.
د نوموړې د ټینګار له مخې؛ پاکستان او افغانستان مهم سیمهییز شریکان دي.
هغې پر دواړو خواوو غږ وکړ، چې زغم وکاروي او د خبرو اترو له لارې خپل اختلافات حل کړي.
ماریا زاخارووا خبرداری ورکړی، چې دوامداره کړکېچونه کولی شي سیمهییز امنیت له خطر سره مخ کړي.
زخارووا وایي: دا منځګړیتوب کولی شي؛ په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره لار اواره کړي او امنیتي خطرونه راکم کړي.
روسیه د منځګړیتوب وړاندیز په داسې حال کې کوي، چې پاکستان د قطر او ترکیې پر منځګړیتوب لنډمهاله اوربند مات کړ او د استانبول وروستۍ خبرې اترې یې پرته له پرمختګ پای ته ورسولې.
کارپوهان په دې اند دي، چې د روسیې ښکېلېدا کولی شي خبرو اترو ته نوې ساه ور پر برخه او سولهییز حل ته د رسېدو لپاره ډېر فرصتونه برابر کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر هم د تاوتریخوالي په کمولو کې د مرستې لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړی او ترکیه هم چمتو ده، چې د خبرو اترو د دوام لپاره پاکستان ته یو لوړ پوړی پلاوی واستوي.
