تازه خبرونه

روسیې له فغانستان سره د ۱۲۸۰ ټنو اوړو مرساته وکړه

د شمال زون د خوړو نړیوال پروګرام چارواکو د روسیې له مرستو هرکلی وکړ او ټینګار کوي، چې دا مرستې به اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.

Published

on

د روسیې د بشري مرستو یوه جوپه په بلخ ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام ته وسپارل شوه، چې په کې ۱۲۸۰ ټنه اوړه شته دي.

د شمال زون د خوړو نړیوال پروګرام چارواکو د روسیې له مرستو هرکلی وکړ او ټینګار کوي، چې دا مرستې به اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.

د مرستو د رسولو په دې مراسمو کې د روسیې جنرال قونسل هم افغانانو ته د خپل هېواد له دوامداره مرستو ډاډ ورکړ.

د روسیې جنرال قونسل ایګور نیکولایف ویلي: ” خوښ یم، چې مونږ د روسیې د بشري مرستو یوه جوپه وړاندې کړه. په دې مرسته کې ۱۲۸۰ ټنه اوړه دي، چې اړمنو خلکو ته به ووېشل شي. روسیه د خوړو نړیوال پروګرام په چوکاټ کې خپلو ژمنو ته ژمنه ده او په افغانستان کې فعالیت زمونږ لپاره خورا مهم دی. روسیه لیواله ده، چې د افغانستان له خلکو سره مرستې روانې وساتي.”

له بلې خوا د شمالي زون لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مشر نجیب الله رحماني افغانستان ته د بشري مرستو د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار کوي؛ دا پروګرام هڅه کوي، چې مستحقې او اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.

نجیب الله رحماني وایي: “د مستحقو خلکو پېژندنه په پوره پاملرنه تر سره شوې ده. مونږ اړمن خلک، په ځانګړي توګه میندې سصروې کوو او هغوی ته مرستې رسوو.”

دا مرسته په داسې حال کې تر سره کیږي، چې له افغانستان سره بشري مرستې کمې شوي او ځینو نړیوالو بنسټونو په هېواد کې د بې‌وزلۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

Trending

Exit mobile version