کوید۱۹

رومانیا د کرونا ویروس د ۸ میلیون خوراکه واکسین د له منځه وړلو هڅه کوي

Published

on

د رومانیا روغتیا وزیرې الکساندر رافیلا د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې رومانیا د کرونا ویروس ۸ میلیون خوراکه واکسین لري، چې کېدی شي له منځه یې یوسي؛ ځکه، چې نه یې خلک غواړي او نه نور هېوادونه ورته اړتیا لري.

هغې زیاته کړې مونږ په خپلو زیرمو کې له اته میلیون ډېر د کرونا ویروس واکسین خوراکونه لرو، چې اړتیا ورته نلرو او زه یوازې د خلکو خوښې ته نغوته نه کوم؛ زه د هرچا ګټه غواړم؛ که وړیا وي او که یې پېري. مونږ اړ یوو، چې له منځه یې یوسو.

هغې زیاته کړې، چې رومانیا د دې کال په پیل کې د واکسینو له پلورلو ۱۵۰ میلیون یورو سپما کړي دي.

Trending

Exit mobile version