لوبی
رونالدو به د سعودي عربستان په النصر لوبډله کې تر ۲۰۲۵ کال پورې لوبه وکړي
د سعودي عربستان النصر کلپ څرګنده کړې، چې د پرتګال فوتبال ملي لوبډلې لوبډلمشر کریستیانو رونالدو به تر ۲۰۲۵ ز. کال پورې د لاسلیک شوي تړون له مخې په النصر لوبډله کې لوبه وکړي.
تېره میاشت رونالدو له یوې ناندریزې مرکې او نیوکې وروسته د منچستر یونایتید کلپ پریښود.
النصرکلپ له رونالدو سره د تړون د ارزښت په اړه جزئیات ندي ورکړي. رسنیو راپور ورکړی، چې رونالدو به له دې تړون څخه ۲۰۰ میلیون یورو یا ۲۱۴ میلیون دالر) ترلاسه کړي.
رونالدو ویلي: زه نېکمرغه یم، چې په اروپایي فوتبال لوبډله کې مې خپل هدف ترلاسه کړ او اوس احساس کوم، چې آسیایي هېواد ته خپلې تجربې وړاندې کړم.
هغه زیاته کړې؛ د زړه له کومې غواړي د خپلې نوې لوبډلې له ملګرو سره په ګډه د نوي کلپ بریاوو ته هڅې وکړي.
النصر کلب دغه تړون تاریخي بللی او ویلي یې دي، چې په دې کلب کې د رونالدو ګډون به د سعودي عربستان راتلونکي نسل نجونو او هلکانو او د دغه هېواد د فوتبال لیګ لپاره ښه زیری ولري.