تازه خبرونه

ریاست الوزراء په سیاسي کمیسیون کې د اړینو مسایلو په اړه له پرېکړو خبر ورکړ

Published

on

د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پر مشرۍ  د سياسي کمیسيون غونډه جوړه شوې ده.

د ریاست الوزراء په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د هېواد د وروستيو سياسي تحولاتو، پرمختګونو او دوحې ته د اسلامي امارت د پلاوي د سفر او هلته د ترسره شويو مذاکراتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې په دې ناسته کې د یو شمېر مهمو مسایلو په اړه لازمې پرېکړې شوې دي.

د اسلامي امارت پلاوي د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي امیرخان متقي پر مشرۍ تېره اوونۍ په دوحه کې له امریکايي استازو سره دوه ورځنۍ خبرې تر سره کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې پر خپرولو څرګنده کړې، چې په دې غونډه کې امریکايي استازو د افغانستان له واکمننو وغوښتل؛ په هغو سیاستونو کې، چې د بشري حقونو د وضعیت په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د خرابېدو لامل ګرځي بدلون راولي. د اعتماد او تعامل فضا رامنځته کولو لپاره هغه امریکايي وګړي، چې د اسلامي امارت له لوري بندیان دي له قید او شرطه پرته خوشې شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم له امریکايي لوري سره له تور نوملړه او نورو بندیزونو د لرې کولو، د افغانستان د بانکي زیرمو د آزادولو او د هېواد د اقتصادي ثبات د ټینګښت په برخه کې د باور د پراختیا په برخه کې پر عملي ګامونو پورته کولو خبرې او ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version