تازه خبرونه

ریچارډ بنټ له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښمن شو

ریچارډ بنټ پرون (سې‌شنبه د مرغومي اتلسمه) له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیولو او شړلو په اړه وروستیو راپورونو ته په نغوته( اشاره) کې له حکومتونو وغوښتل، چې له دغو کډوالو سره په ځانګړي توګه له زیانمنو شویو خلکو سره انساني چلند وکړي.

Published

on

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپور‌ورکوونکي ریچارډ بنټ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو په غبرګون کې اندښمن شوی او د دغو کسانو د ساتنې او افغانستان ته د هغوی د ستنولو پر مخنیوي یې ټینګار کړی دی.

ریچارډ بنټ پرون (سې‌شنبه د مرغومي اتلسمه) له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیولو او شړلو په اړه وروستیو راپورونو ته په نغوته( اشاره) کې له حکومتونو وغوښتل، چې له دغو کډوالو سره په ځانګړي توګه له زیانمنو شویو خلکو سره انساني چلند وکړي.

نوموړي دغه راز پر افغان کډوالو د نه ستنېدو غږ وکړ او په کوربه هېوادونو کې یې د دغو کډوالو پر پاتې کېدو او ملاتړ ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي څرګنده کړې، چې د سیمې په کوربه هېوادونو کې باید له افغان کډوالو سره ښه چلند وشي او له ټولو غړو هېوادونو یې وغوښتل، چې د دغو کډوالو د ملاتړ لپاره مالي سرچینې او لازمې اسانتیاوې زیاتې کړي.

له دې مخکې په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت ویلي وه، چې پاکستاني پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نیولي او ۱۸۳ یې شړلي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستنه ډېره شوې ده.

Trending

Exit mobile version