تازه خبرونه

رییس الوزراء د قطر د نوي سفیر باورلیک ومانه

په دې مراسمو کې، چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع هم حضور درلود؛ رئیس الوزراء د قطر نوي سفیر ته ښه راغلاست تر څنګ دا ماموریت د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره اړین وباله.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن آخوند نن له غرمې مخکې د ګلخانې ماڼۍ په یو لړ رسمي مراسمو کې د افغانستان لپاره د قطر د نوي سفیر مردف بن علي القشوتي باورلیک ومانه.

په دې مراسمو کې، چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع هم حضور درلود؛ رئیس الوزراء د قطر نوي سفیر ته ښه راغلاست تر څنګ دا ماموریت د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره اړین وباله.

د افغانستان لپاره د قطر نوي سفیر د خپل هېواد د مشرتابه سلامونه او نېکې هیلې د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء ملامحمدحسن آخوند ته وړاندې کړې او وایي، چې هیواد یې د اسلامي امارت او افغان ولس نېکمرغي او پرمختګ غواړي.

مردف بن علي القاشوطي د اسلامي امارت له هرکلي څخه د مننې تر څنګ په افغانستان کې پخپل نوي ماموریت خوښي وښوده او څرګندوي؛ دا زما لپاره د ویاړ ځای دی، چې په افغانستان کې د قطر د سفیر په توګه خپله دنده پیلوم.

هغه ژمنه وکړه، چې د قطر او افغانستان د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا لپاره به پرله‌پسې هڅې کوي.

رییس الوزراء د افغانستان او قطر ترمنځ تاریخي اړیکو ته په نغوته کې ویلي: قطر په ډېرو سختیو کې له مونږ سره همکاري کړې، چې مننه ترې کوو.

ویل کیږي، چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د قطر د نوي سفیر پر ټاکنه خوښي وښوده او نوموړي ته یې د لازمې همکاري د ډاډ ترڅنګ په خپل دغه نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.

Trending

Exit mobile version